د لاس رسي وړ اتصالات

تیرو نږدې پنځه کلنو کې شاوخوا اته میلیونه افغانان بهرنیو هیوادونو ته تللي دي ـ راپور


د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي چې اکثره افغانان د اقتصادي ستونزو، خپلو خپلوانو سره د لیدلو، طبیعي پیښو، افغانستان کې د ناامنۍ او روغتیايي مسایلو له امله ګاونډیو هیوادونو ته سفر کوي.
د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي چې اکثره افغانان د اقتصادي ستونزو، خپلو خپلوانو سره د لیدلو، طبیعي پیښو، افغانستان کې د ناامنۍ او روغتیايي مسایلو له امله ګاونډیو هیوادونو ته سفر کوي.

د مهاجرت نړیوال سازمان د یو راپور پراساس د ۲۰۲۰ کال راهیسې نږدې اته میلیونه افغانان له خپل هیواد څخه ګاونډیو او اروپايي هیوادونو ته تللي دي.

دغه راپورچې تازه د مهاجرت نړیوال سازمان په انټرنیټي پاڼه خپور شوی په کې ویل شوي چې په دغه موده کې ددغه شمیر ۸۵ فیصده افغانان ګاونډیو هیوادونو عمدتآ ایران ته تللي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي:" د ۲۰۲۲ کال راهیسې نږدې اته میلیونه افغانانو مهاجرت کړی، چې ۸۵ فیصده یې ګاونډیو هیوادونو عمدتا ایران او نږدې یو میلیون افغانانو اروپايي هیواد ته تللي دي. ایران ته ۷۵ فیصده تللي افغانان د کاري فرصتونو نشتون د مهاجرت د اساسي علت په توګه یاد کړی دی".

د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د افغانستان اقتصاد په زیاته اندازه کوچنی شوی چې ورسره د لوږې کچه هم پورته تللې ده.

دغه سازمان د ۲۰۲۴ کال د لومړیو میاشتو د ارزونو پر اساس ویلي چې ددغه هیواد له نیمايي څخه زیات وګړي په لوږه کې ژوند کوي او نږدې ۳۶ فیصده خلک د خوړولو لپاره کافي خواړه نلري.

د مهاجرت نړیوال سازمان په دغه راپور کې ایران ته د غیر قانوني لارو د یو شمیر هغو افغانانو کیسو ته هم ځای ورکړی چې له افغانستان څخه د خطر ډکو غیر قانوني لارو دغه هیواد ته په سفر تللي او د لارې په اوږدو کې د ګڼو ګواښونو او ننګونو سره مخ شوي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان په دغه راپور کې ویلي چې د پاسپورټ او ویزې په اخیستلو کې د ستونزو له امله اکثره افغانان په غیر رسمي لارو بهرته سفر کوي او ددغو غیر رسمي لارو د نورو هیوادونو د سرحدونو څخه د تیریدلو لپاره انساني قاچاقبرانو ته پيسې ورکوي.

په دې راپور کې ویل شوي:" ددې لپاره چې د سفرمصرف پوره کړي بهر ته تلوونکي افغانان باید پیسې په پور واخلي او یا هم د خپلې کورنۍ ارزښت لرونکي توکي و پلوري. دا یو احساساتي دوه لارې کې بند پاتې کیدل دي ددې لپاره چې هغوی د پام وړ خطرونو او قربانیو پر وړاندې د احتمالي انعامونو باندې غور کوي".

په عین وخت کې د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي چې له ایران څخه افغانستان ته د ستنیدونکو افغان کډوالو شمیرهم ډیر لوړ دی او په تیر ۲۰۲۳ کال کې دغه سازمان له ایران څخه خپل هیواد ته د نږدې یو میلیون افغان کډوالو ستنیدل ثبت کړي چې ددغه شمیر ۷۰ فیصدو یې د اوسیدانې قانوني اسناد نلرل او ۶۰ فیصده یې له دغه هیواد څخه افغانستان ته شړل شوي وو.

مهاجرت نړیوال سازمان ویلي چې د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ د میاشتې څخه د روان ۲۰۲۴ کال د مې د میاشتې پورې ۸۰۵ زره او ۸۲۵ ستنیدونکو افغان کډوالو سره یې ددغه سازمان د سرحدي مرکزونو له لارې مرستې کړي دي. په دې شمیر کې ۲۳ زره او ۲۹۸ د قانوني اسنادو نلرونکي افغان کډوال هم شامل وو.

د مهاجرت نړیوال سازمان له هیوادونو غوښتي چې په بیړني ډول دې افغانستان ته د افغان کډوالو د خوښې پرته ترهغې چې په د غه هیواد کې شرایط نه وي ښه شوي د ستنولو څخه ډډه وکړي. همداشان دغه سازمان په افغانستان د خلکو د معشیت د ښه کیدو لپاره ملاتړ لپاره د مرسته کوونکو هیوادونو د مرستو د زیاتیدو غوښتنه هم کړې ده.

ددې دمخه د ملګرو ملتونو د مهاجرت سازمان (IOM) ویلي وو چې د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو دریو میاشتو کې تقریبآ یو میلیون افغانان د ایران او پاکستان له پنځو سرحدي دروازو څخه افغانستان ته او یا له افغانستان څخه دغو هېوادونو ته تللي او راغلي دي.

د دغه راپور په اساس د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه نیولې د مارچ تر پای پورې څه باندې ۵۶۷ زره کسان د ایران او پاکستان له لارې افغانستان ته داخل شوي دي او څه باندې ۴۰۶ زره نور کسان بیا له افغانستان څخه پاکستان او ایران ته تللي دي.

همداشان د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) د جولاۍ ۱۹(چنګاښ ۲۹) په یو راپور کې ویلي چې د ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو د بهیرد چټکیدو سره هممهاله، لسګونه زره افغانان له افغانستان څخه دغو دوو هیوادونو ته کډه کړې ده.

مهاجرت نړیوال سازمان د خپلو ارزونو پراساس په دې راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۴ کال د اپریل د لومړۍ ورځې د جون د میاشتې تر پایه ۵۳۲ زره او ۸۵۴ افغانانو له خپل هیواد څخه کډه کړې او په دې موده کې ۸۵۸ زره او ۱۷۰ تنه له ایران او پاکستان څخه خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي چې له افغانستان څخه اکثره افغانان د اقتصادي، خپلو خپلوانو سره د لیدلو، طبیعي پیښو، افغانستان کې د ناامنۍ او روغتیايي مسایلو له امله دغو دوو هیوادونو ته سفر کوي.

په دې راپور کې ویل شوي چې د مهاجرت نړیوال سازمان د روان ۲۰۲۴ کال له پیل څخه د افغانستان د سرحدونو په اوږدو کې د څارنې بهیر بیرته پیل کړی دی چې ددغه سازمان د موندنو له مخې هره ورځ په زرګونو افغانان د ایران او پاکستان ترمنځ تګ راتګ کوي.

د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي چې په تیرو دریو میاشتو کې یې ۸۱۲۹۹ کسانو سره مرکې کړي او له افغانستان څخه د وتلو او دغه هیواد ته د ستنیدلو دلایل یې ورڅخه پوښتلي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د معلوماتو له مخې اوس مهال په نړۍ کې ۹.۲ میلیونه افغانان په یو شمیر هیوادونو کې د کډوالۍ ژوند تیرولو ته اړ شوي دي. دغې ادارې ویلي چې په دغه شمیر کې ۵.۶ میلیونه یې کډوال دي او پاتې نور یې د کډوالۍ ورته حالت کې ژوند کوي او هم ۲۹۵ زره نورو په یو شمیر هیوادونو کې د پناه غوښتنه کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG