د لاس رسي وړ اتصالات

د هغه افغان داستان چې د امریکا په داخلي جګړو کې یې برخه اخیستې وه


د پي بي اس د مستند په اساس، محمد خان د شرابو په نشه کې د سربازۍ خدمت ته نوم ولیکه او د نیویارک د ۴۳ نمبر پلي قطعې کې وګمارل شو، چې له سپین پوستو جوړه وه
د پي بي اس د مستند په اساس، محمد خان د شرابو په نشه کې د سربازۍ خدمت ته نوم ولیکه او د نیویارک د ۴۳ نمبر پلي قطعې کې وګمارل شو، چې له سپین پوستو جوړه وه

د متحدو ایالتونو د ملي ارشیف د معلوماتو په اساس، د دغه هېواد په داخلي جګړو کې د محمد خان (محمد کان) په نوم یو افغان هم و، چې د متحد پوځ یا شمالي ځواکونو په لیکو کې جنګېده، وايي محمد خان «په فارس کې زېږېدلی او په افغانستان کې ستر» شوی دی.

د امریکا د پي بي اس خبري شبکې د امریکا په داخلي جنګونو کې د مسلمانانو په ونډې یو مستند فلم جوړ کړی، په دغه مستند فلم کې یې د محمد خان، چې په جان اماهو هم مشهور و، ژوند ته کتنه کړې ده.

د محمد خان د ژوند په اړه معلومات د هغو اسنادو او مرکو په اساس دي، چې محمد خان د خپل تقاعد د حقونو په اړه کړي او ثبت کړي دي. اوس دا ټول سندونه په ۲۰۰ پاڼو کې د امریکا په ملي ارشیف کې خوندي دي. محمد خان یو ګمنامه سپاهي بلل کېده.

محمد خان ویلي دي چې په ۱۸۶۱ کې د امریکا له یو پوځي مشاور سره امریکا ته راغی او په داسې حال کې چې ټکی انګلیسي یې هم زده نه و، شاوخوا دوې میاشتې وروسته د سربازۍ خدمت ته یې نوم ولیکه. محمد خان نه دي ویلي چې له دغه امریکایي مشاور سره څنګه معرفي شو او ولې امریکا ته راغی.

د پي بي اس د مستند په اساس، محمد خان د شرابو په نشه کې د سربازۍ خدمت ته نوم ولیکه او د نیویارک د ۴۳ نمبر پلي قطعې کې وګمارل شو، چې له سپین پوستو جوړه وه.

هغو مورخانو چې د پي بي اس له تلویزون سره یې مرکې کړې، ویلي دي چې د امریکا د داخلي جګړو په مهال، د خلکو د جذب او جلب لپاره بېلا بېلې لارې کارول کېدې، چې د خلکو نشه کول هم په کې شامل وو.

محمد خان په قرارګاه کې له څه وخت تېرولو وروسته، د مریلنډ ګیتسبرګ ته د جګړې لپاره استول کېږي، خو ډېر وخت نه وي تېر، چې سپین پوستي هغه د مریلنډ د هیګرسټاون د اورګاډي په یو تمځای کې د فراري غلامانو په شک نیسي.

د امریکا د ملي ارشیف د اسنادو په اساس، محمد خان هغه وخت په ماته ګوډه انګلیسي ژبه دا سپین پوستي امریکایان پوه کړل چې هغه هم سرتېری دی، خو وايي چا یې په خبرو غوږ ونه ګراوه او هغه یې د پنسلوانیا د فلادیلفیا په ښار کې د تور پوستو فراري غلامانو یو کمپ ته واستوه.

محمد خان څو میاشتې په فلادیفیا کې و، خو له دغه کمپ څخه د وتلو لپاره یې خپلې هلې ځلې روانې ساتلې وې او بالاخره له دغه کمپ څخه وتښتېده.

هغه په خپلو خبرو کې ویلي دي: «د اورګاډي تمځای ته نژدې وم. ډېر لیوال وم چې بېرته له خپلې قطعې سره یو ځای شم، له اجازې پرته د اوګاډي یو قطار ته وختم او ځان مې واشنګټن ته ورسوه.»

مورخانو ویلي دي چې محمد خان جګړې ته له استول کېدونکو قطعاتو سره ځان د ویرجینیا ایالت ته رسوي او بالاخره د نیویارک له ۴۳ نمبر پلي قطعې سره یو ځای کېږي.

محمد خان ویلي: «وسله مې واخیسته او له خپل ټولي سره یو ځای د [د ویرجینیا د سپاتسلوینیا سیمې] ته د جګړې لپاره ولاړم... او بیا په چپ لاس ژوبل شوم.»

د هغه ټپ ډېر ژور و او څو میاشتې په یو روغتون کې بستر شو. د ۱۸۸۵ کال په لومړيو کې له روغتون څخه تر رخصت کېدو وروسته بېرته له خپلې قطعې سره یو ځای کېږي او د داخلي جګړې تر پای پورې د خپلې قطعې له جنګیالیو سره پاتې کېږي.

د متحدو ایالتونو د شمال او جنوب ترمنځ داخلي جګړه، د ابراهم لینکن د جمهوري ریاست په دوره کې په ۱۸۶۱ کال کې پیل شوه او د ۱۸۶۵ کال کې خپل اهدافو ته له رسېدو وروسته ختمه شوه. د داخلي جګړو اصلي هدف په متحدو ایالتونو کې د غلامۍ ختمول او له متحدو ایالتونو سره په تازه یو ځای شویو ایالتونو کې د فدرال حکومت د نفوذ پراخول وو.

د داخلي جګړو له ختمېدو وروسته هم د محمد خان ستونزې ختمې نه شوې او په دې وخت کې یې مېرمن هم امریکا ته راغلې وه. هغه د خپل تقاعد د حقوقو د ترلاسه کولو لپاره یوه بله مبارزه پیل کړه او ترلاسه یې کړل.

محمد خان په ۱۸۹۱ کال کې وفات شو او د نیویارک د بروکلین د سایپرس هیل په هدیرې کې خاورو ته وسپارل شو. د هغه په شناختې کې د هغه نوم، محمد خان نه دی لیکل شوی، بلکې جان اماهو لیکل شوی دی، د امریکا پوځ په هغه باندې د جان اماهو نوم اېښی و.

سره له دې، چې امریکا ته د محمد خان د راتګ او داخلي جګړو کې یې د برخې اخیستو علت او انګیزه معلومه نه ده، خو د امریکا د داخلي جګړو نتیجه لا هم څرګنده ده، چې د غلامۍ ختمول، ټولو ته ازادي او د متحدو ایالتونو دیموکراتیک ارزښتونه یې عمده برخې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG