د شکرانې د ورځې په مناسبت ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینې مانئ کې یو فیل مرغ آزاد کړ.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ او میرمن یې میلانیا د رخصتیو لپاره خپل کور ته تر روانیدو وړاندې، په سپینې ماڼئ کې د فیلمرغ د بخښلو مراسم د سه شنبې په ورځ ترسره کړل. دوه فیلمرغان د نخود او گازرې په نوم وو چې یو یې وبخښل شو.
د شکرانې دودیزه ورځ د امریکا د پخواني ولسمشر ابراهیم لنکن په دوران کې پیل شوې، خو په تیرو څو لسیزو کې رسمي دود شوې ده.
امریکایي کورنۍ د شکرانې په ورځ د فیلمرغانو غوښې خوري، ددې ورځې یو لرغونی دود او دستور د امریکا د جمهور ولسمشر له لوري د "فیلمرغ بخښل" دي چې د امریکا جمهور رئیس هغه تر سره کوي او ددې حیوان له وژلو څخه تیریږي او دغه فیلمرغ خوشې کوي.
دا فیلمرغان د هغو ۵۰ فیلمرغانو په ډله کې وو، چې د تنکس ګیونګ لپاره د جنوبي ډکوټا د یوه فارم څخه راوړل شوې دي او ترټولو قیمتي هوټل کې ساتل کیږي.
د فیلمرغانو د ملي فدراسیون مشر جیف سوین په دې هکله وايي:
"موږ د هوا د بدلولو امکانات او موسیقي برابره کړې وه، داسې موسیقي وه لکه د امریکا مشهور سندرغاړی الویس پرسلي چې موږ ته ژوندئ موسیقي غږوي او زیات خوند مو واخیست، دا پنځوس فیلمرغان هم دلته وو چې له دې څخه دوه یې وټاکل شول".
په سپینه مانئ کې د فیلمرغانو د شکرانې ورځ د امریکا د پخواني ولسمشر ابراهیم لنکن لخوا دود شوې ده، هغه په ټوکه د خپل زوی فیلمرغ شکرانه کړی وو، وروسته بیا د امریکا یو شمیر نورو ولسمشرانو هغه فیلمرغان چې هغوی ته به سوغات کیدل، بیرته فارمونه ته استول.
تاریخ پوه ادوارد لینګل په دې هکله وايي:
"دا معلومه ده چې دغه دود جان ایف کینیډي پیل کړی وه، او هغه مهاله رواج دی".
سبا شپه به لږترلږه ۴۴ میلیونه فیلمرغان د امریکایي کورنیو د دسترخوان خوراک شي. امریکایان هڅه کوي چې د نومبر د میاشتې په وروستۍ پنجشنبه د شکرانې په ماښام د کورنیو سره یو ځای ډوډی وخوري.