د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د خاشقجي د قتل باوجود د سعودي سره ولاړ دی


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ترکیې کې د سعودي عربستان د خبریال د قتل باوجود د ایران په مقابل کې سعودي سره ولاړ دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوې اعلامیې کې ویلي "د جمال خاشقجي ضد دغه جنایت ډیر بد جنایت دی، او زمونږ هیواد دغه ډول جنایتونه په پام کې ساتي. مونږه د هغو خلکو خلاف چې په دغه قتل کې ککړ دي، اقدامات کړیدي."

شهزاده محمد بن سلمان له هغې وروسته د نړیوالو د نیوکو سره مخامخ دی چې په ترکیې کې د سعودي خبریال خاشقچي ووژل شو.

سي آي ای هم په خپل رپورټ کې شهزاده محمد بن سلمان د خاشقجي د قتل مسول بللی دی خو د ولسمشر ټرمپ دغه تازه څرگندونې یو ځلې بیا د سعودي څخه د هغه ملاتړ څرگندوي.

ولسمشر ټرمپ دغه خبرې د ایران سره د سعودي عربستان په پرتله کولو کې کړیدي. د سپینې ماڼۍ اعلامیه لیکي چې "د مثال په توگه ایران ډیر خطرناک ملک دی، او په یمن کې د سعودي ضد جنگ کې بوخت دی چې پخپلو گډاگیانو یې کوي". ښاغلي ټرمپ په ایران دا تور هم ولگاوه چې په عراق کې هم د دیموکراسۍ د ناکامولو کوښښونه کوي."

ولسمشر ټرمپ وایي چې سعودي عربستان دیته تیار دی چې د یمن نه ووځي که ایران وتلو ته تیار شي.

اعلامیه لیکي "ایران په لبنان کې د حزب الله ملاتړ کوي او په سوریې کې د دیکتاتور بشار اسد سره ولاړ دي چې د سوریې په میلیونو وگړي یې وژلې دي. ایران امریکایان او په منځني ختیځ کې بیگناه خلک هم وژلې دي. ایران په ښکاره وایي چې مرگ په امریکا او مرگ په اسرایل."

ولسمشر ټرمپ وایي چې ایران د ترهگرو د سترو ملاتړو د هیوادونو له ډلې څخه دی.

XS
SM
MD
LG