د لاس رسي وړ اتصالات

د خيبر پښتونخوا تاوتريخوالي ځپلې سيمه کورمه څه جغرافيايي ارزښت لري؟


ټاکل شوې چې د شنبې په ورځ جنورۍ څلورم به د کورمې مرکزي ښار پاړه چينار ته په خوراکي توکو او نورو سامانونو بارد موټرو کاروان لاړ شي. (عکس ارشیف).
ټاکل شوې چې د شنبې په ورځ جنورۍ څلورم به د کورمې مرکزي ښار پاړه چينار ته په خوراکي توکو او نورو سامانونو بارد موټرو کاروان لاړ شي. (عکس ارشیف).

د خيبر پښتونخوا په کورمه کې څه باندې يوه مياشت وړاندې د شيعه او سني ډلو ترمينځ د تاوتريخوالي په نتيجه کې شاوخوا ۱۳۰ کسان ووژل شول او له ۲۰۰ زيات ژوبل شول، خو د جنورۍ پر لومړۍ نېټه (مرغومي ۱۲) د دواړو ډلو مشرانو د سولې تړون لاسليک کړ.

د تړون له مخې به د بندو لارو پر خلاصولو سربېره په ۱۵ ورځې کې د وسلو سپارلو تګلاره جوړېږي، د دواړو ډلو سنګرونه به ړنګېږي او بې کوره شوي کسان به خپلو سیمو ته ستنېږي. دا راز د ځمکو شخړې به د اسنادو له مخې هوارېږي او پر ټولنيزو شبکو به د کرکې خپروونکو کسانو پر ضد اقدامات کېږي.

کورمه له طبيعي زېرمو ډکه سیمه ده خو له کلونو راهيسې هلته د سني او شييعه ډلو ترمنځ ترينګلتيا او تاوتريخوالي ناامنه کړې ده.

د سیاسي چارو یو کار پوه ډاکټر قادر اورکزي د جنورۍ پر درېيمه (مرغومي ۱۲) امريکا غږ اشنا ته وويل چې کورمه په جغرافيايي توګه ډېر ارزښت لري خو له بده مرغه دا خاوره د پاکستان تر جوړېدو څو کاله وړاندې لا د مذهبي فرقو په نامه په جنګ کې ښکېله شوې ده.

نوموړي زياته کړه: "په ۱۹۳۸ ميلادي کال کې چې کله د اوسني هندوستان په لکنو ښار کې د سني او شييعه ډلو ترمنځ نښتې شوې وې نو له کورمې څخه شيعه ګان د هغوی مرستې ته تللي وو. کله چې هغوی بېرته کورمې ته راستانه شول نو د کورمې سنيانو په دې خبره له دوی سره جنګ وکړ چې تاسو ته پکار نه وو چې هلته جنګ ته تللي وای، نو تر هغې لومړۍ نښتې وروسته هر څلور پنځه کاله پس پر څه نا څه خبره د دواړو ډلو تر منځ جنګ کېږي چې دواړو خواوو ته ځاني او مالي زيانونه پکې اوړي."

په کورمه کې سنیان او شيعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمنځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسله والې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي.

په دغه سیمه کې د سني او شيعه ډلو ترمنځ د نښتو لپاره دواړو خواو په غرونو، د سړکونو پر غاړو او مهمو ځایونو کې سنګرونه جوړې کړي دي او د جګړې پر وخت له دغو سنګرونو پر یو بل بریدونه کوي.

د کورمې د جغرافيايي ارزښت په اړه ډاکټر قادر اورکزي وويل چې “دا سيمه د انګلېسي ژبې د شمېرې اووه (7) د شکل غوندې په افغانستان کې دننه غځېدلې او د اووه پر څوکه ځاځي، ځدراڼ، منګل او مقبل قومونه پراته دي."

د هغه په وينا، د کورمې د شمال خوا ته د افغانستان د ننګرهار ولايت مرکز د جلال اباد سیمه پرته ده چې پوله يې له سپين غره سره لګېږي او دلته څمکني، منګل او شينواري اوسېږي.

نوموړی وايي چې د کورمې جنوب لور ته د افغانستان پکتيا او پکتيکا ولايتونه دي او که و ګورو نو له افغانستان سره د کورم اوږده پوله لري، لکه د شهيدانو ډنډ، خړ ډنډ او خرلاڅو دروازه په شمال لوېديځ کې د خیبر پښتونخوا د پکتيا له ډنډ پټان ولسوالۍ سره نښلوي.

د ډاکټر قادر اورکزي په خبره، د افغانستان ۱۲ ولسوالۍ او څو ولايتونه له خیبر پښتونخوا سره لګېږي نو له دې امله کورمه د سوداګريزو توکو د وړو را وړو لپاره هم ډېر ارزښت لري.

په پېښور کې د قبايلي چارږ شنونکی او خبريال شمس مومند وايي چې په کومه سيمه کې جنګ او ترهګري وي، هلته اقتصاد، سياست، روغتيا، تعليم او پرمختګ ته تر ټولو زيات زيان رسېږي.

نوموړي د جنورۍ په لومړۍ نېټه امريکا غږ اشنا ته وويل: "که موږ د کورمې دې اوسني جنګ ته و ګورو نو په هغه کې ګڼ شمېر ولسي تلفات شوي دي، کاروبار تباه دی، تعليم نشته او ښوونځي تړل شوي دي او دواړو خواوو ته د روغتيا نظام مفلوج دی، نو پرمختګ خو پرېږده، په هر لور تباهي ده."

د هغه په خبره، په داسې سختو حالاتو کې حکومت ته پکار ده چې سختې پرېکړې وکړي او د داسې حالاتو مستقل او بشپړ مخنيوی وکړي. "په داسې حالاتو کې جرګې او د سولې لوظنامې لاسليکول د دې لويې شخړې حل نه دی. بايد حکومت په سختۍ سره قانون نافذ کړي او کله چې حکومت د دې جوګه شي نو هېڅوک يې هم مخنيوی نه شي کولای او نه د امنيت په مخ کې خنډ جوړېدای شي."

د شيعه او سني مشرانو ترمنځ د سولې پر تړون تر لاسليک وروسته د کورمې انتظامي مشر (ډپټي کمشنر) جاويد الله مسود پاکستانيو رسنيو ته ويلي دي چې تر تړون وروسته يې امن کمېټې جوړې کړې دي چې ځايي سياسي او مذهبي مشران يې غړي دي.

نوموړي زياته کړه چې د جنورۍ پر څلورمه (مرغومي ۱۵) سهار به د کورمې مرکزي ښار پاړه چينار ته په خوراکي توکو او نورو سامانونو بار د موټرو کاروان روانېږي. د هغه په وينا، د دغې قافلې موټربه د کورمې ځينو نورو سيمو ته هم خوراکي توکي او اړين سامانونه رسوي.

د ډسمبر پر ۲۳ (مرغومی ۳) په پېښور کې د خيبر پښتونخوا د اعلی وزير علي امین ګنډه پور په مشرۍ د ايالتي کابینې په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د پاړه چينار سړک د امنيت لپاره به د ۳۹۹ ځانګړو پوليس سرتېرو ځواک ګوماري.

په هغه غونډه کې دا پرېکړه هم شوې وه چې د مرکزي تحقیقاتي ادارې (ایف ای اې) یوه ځانګړې څانګه به د ټولنیزو شبکو هغه حسابونه څاري چې کرکجن محتویات خپروي او فرقه ييز تاوتريخوالي ته لمن وهي.

غونډې دا پرېکړه هم کړې وه چې په کورمه کې شيعه او سني ډلې باید د فبرورۍ تر لومړۍ نېټې ټولې درنې وسلې حکومت ته وسپاري او ټول سنګرونه ړنګ کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG