د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالتي حکومت ددغه ایالت د کورمې سیمه "ناورين ځپلې" ولسوالي اعلان کړې او هلته يې د مرستو بېړنی حالت تصويب کړی دی.
د ډسمبر پر ۲۳ (مرغومی ۳) په پېښور کې د خيبر پښتونخوا د اعلی وزير علي امين ګنډه پور په مشرۍ ايالتي کابينې په خپله غونډه کې اړونده چارواکو ته لارښوونه وکړه چې جنګ ځپلې کورمې ته دې د مرستو رسولو بهير نور هم ګړندی کړي.
د خيبر پښتونخوا حکومت وياند بېرسټر محمد علي سيف تر غونډې وروسته په خپاره کړي بيان کې ويلي دي چې چارواکو د بېړنيو مرستو پر مهال د درملو او خوراکي توکو د برابرولو ډاډ ورکړی دی.
نوموړي زياته کړه: "په مرستندويه عملیاتو کې د هوا له لارې د درملو او خواړو رسولو تر څنګ د ټرانسپورټ چمتو کول شامل دي."
په کورمه کې د اوږدې مودې راهیسې د لارو بندېدو له امله د خوراکي توکو، درملو، تېلو، د سون توکو او ګاز په ګډون د اړتیا وړ توکو سخت کمښت رامنځ ته شوی، او ورځنی ژوند او اقتصادي فعالیتونه ډېر اغېزمن شوي دي.
دا تر هغه وروسته ده چې په کورمه کې د اکتوبر له ۱۲ (تلې ۲۱) راهيسې د اهل تشيع او سني ډلو ترمنځ د لانجې له امله د هغې سيمې لويې لارې وتړل شوې.
وروسته د نومبر پر ۲۱ (ليندۍ ۱) په کورمه کې د مساپر وړونکو موټرو پر کاروان په بريد کې د څلورو سنيانو په ګډون ۵۰ شييعه ګان ووژل شول. تر هغه وروسته د دواړو ډلو ترمنځ جنګ پيل شو چې د لومړۍ پېښې په ګډون لږترلږه ۱۲۴ کسان پکې ووژل شول او شاوخوا ۲۰۰ نور ژوبل شول.
د ايالتي کابينې د دوشنبې ورځې په غونډه کې ګډونوالو ته معلومات ورکړل شول چې په کورمه کې د روانو شخړو د پايداره حل لپاره يو شمېر جرګې شوې دي.
غونډې ته وويل شول چې په کورمه کې د درملو د کمښت پوره کولو لپاره لږ ترلږه ۱۰ ټنه درمل د هوا له لارې واستول شول. پر دې سربېره په "تیټ نرخ" چمتو شوي غنم رسول شوي چې د خوراکي توکو شتون ډاډمن کړي.
په همدې حال کې حکومت د ټرانسپورټي ستونزو د هواري لپاره د هلیکوپترو خدمات هم پیل کړي دي او په تېرو دوو ورځو کې لږ تر لږه ۲۲۰ کسان د هلیکوپتر له لارې له کورمې پېښور ته انتقال شول.
د غونډې ګډونوالو ته د کورمې د لارې بندولو په اړه معلومات ورکړل شول چې د دواړو ډلو (سنيانو او شييعه ګانو) تر منځ تر هوکړې وروسته به دا لاره بیا پرانيستل شي.
پر دې سربېره پرېکړه وشوه چې د پلټنو د فيدرالي ادارې يوه څانګه به هم د ټولنيزو شبکو د هغو حسابونو خلاف جوړه شي چې له کرکې او تاوتريخوالي ډک محتویات خپروي.
تر دې درې ورځې وړاندې، د ډسمبر پر ۲۰ (ليندۍ ۳۰) په پېښور کې د لوړپوړو حکومتي او امنیتي چارواکو کمېټې (اپېکس کمېټې) په کورمه کې د روانې شخړې درولو لپاره پرېکړه وکړه چې په هغه سيمه کې به له سنيانو او شييعه ګانو وسلې ټولوي او د هغوی سنګرونه به ختموي.
د دغې دولتي کمېټې په غونډه کې وویل شول چې په کورمه کې تر هغه وخته دوامداره امنيت نه شي راتلی چې تر څو د ټولو خواوو جوړ کړل شوي سنګرونه ړنګ کړل شوي نه وي او وسلې ورڅخه راټولې شوې نه وي.
د اپېکس کمېټې تر غونډې وروسته په خپره شوې اعلاميه کې ویل شوي دي چې په کورمه کې به د حکومت په منځګړتوب سني او شييعه ډلې په ۱۵ ورځو کې دننه هوکړه لاسليک کوي. اعلاميه زياتوي چې له دواړو ډلو څخه به د وسلو راټولولو بهير د راتلونکې ۲۰۲۵ کال د فبروري تر لومړۍ نېټې پورې سر ته رسوي. د دې ترڅنګ، په هم دې موده کې به دواړه ډلې په سيمه کې جوړ کړل شوي سنګرونه هم ړنګوي.
په کورمه کې سنیان او شیيعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمنځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسله والې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي.
په دغه سیمه کې د سني او شیيعه ډلو ترمنځ د نښتو لپاره دواړو خواو په غرونو، د سړکونو پر غاړو او مهمو ځایونو کې سنګرونه جوړې کړي دي او د جګړې پر وخت له دغو سنګرونو پر یو بل بریدونه کوي.
فورم \ دبحث خونه