د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په کورمه ولسوالۍ کې ډاکټران وايي چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې د لارو بندېدو، د طبي وسايلو او درملو د کموالي او پر وخت د درملنې نه کېدو له امله ۲۹ ماشومان مړه شوي دي.
د کورمې د مرکزي ښار پاړه چينار لوی روغتون سرطبيب ډاکټر سيد مير حسن جان د ډسمبر پر ۱۷ (ليندۍ ۲۷) رسنيو ته ويلي دي چې پر دې مهال د درملو او د عملياتو لپاره د ناکافي وسايلو له امله ځينو لويو ناروغانو هم ژوند له لاسه ورکړی دی.
نوموړي زياته کړه، که پر وخت د کورمې روغتونونو ته درمل او نور طبي سامان الات ونه رسول شي نو د وضعیت نورهم خرابیدلی شي.
دا تر هغه وروسته ده چې په کورمه کې د اکتوبر له ۱۲ (تلې ۲۱) راهيسې د اهل تشيع او سني ډلو ترمنځ د لانجې له امله د هغې سيمې لويې لارې وتړل شوې.
وروسته د نومبر پر ۲۱ (ليندۍ ۱) په کورمه کې د مساپر وړونکو موټرانو پر قافلې په بريد کې د څلورو سنيانو په ګډون ۵۰ شييعه ګان ووژل شول. تر هغه وروسته د دواړو ډلو ترمنځ جنګ پيل شو چې د لومړۍ پېښې په ګډون ۱۲۴ کسان پکې ووژل شول او شاوخوا ۲۰۰ نور ژوبل شول.
د ډسمبر په لومړۍ اونۍ کې د پښتون قامي جرګې د پلاوي او خيبر پښتونخوا حکومت په هڅو او منځګړتوب اوربند شوی دی خو لارې لا هم تړلې پرتې دي.
په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمنځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسله والې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي.
فورم \ دبحث خونه