د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې په تازه فرقه‌يي‌ نښتو کې ۱۳ تنه وژل شوي


د پاکستان په فرقه‌يي نښتو کې تلفات
د پاکستان په فرقه‌يي نښتو کې تلفات

د پاکستان په شمال لویدیځ کې په تازه فرقه‌يي نښتو کې ۱۳ کسان وژل شوي‌ دي او لسګونه نور ټپیان شوي‌ دي.

د فرانس پرس اژانس د شنبې په ورځ نومبر ۳۰ (لیندۍ ۱۰) د یو سیمه‌يیز دولتي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې سني او شعیه متخاصمو ډلو په پرله پسې توګه د اوربند له مقرراتو څخه سرغړونه کړې چې له امله یې د دواړو خواو ترمنځ په وروستیو فرقه‌يي نښتو کې تر اوسه ۱۲۴ کسان وژل شوي دي.

دغه چارواکي په راپور کې د نوم د نه یادولو په شرط وویل: "د دواړو خواو تر منځ ډېره بې باوري موجوده ده او یوه خوا هم د دښمنۍ د ختمولو لپاره د حکومت امرونه نه مني."

د هغه په وینا په وروستیو نښتو کې دوه سنیان او ۱۱ شیعه‌ګان وژل شوي دي او دغه راز ۵۰ کسان ژوبل دي.

د پاکستان د نفوس لویه برخه سني مذهبه دي خو شعیه مذهبي د خیبر پښتونخواه ایالت په کورمه ولسوالۍ کې لوی نفوس لري او دواړه خواوې له لسیزو راهیسې په نښتو کې اخته دي.

وروستۍ نښتې د پنجشنبې په ورځ وروسته له هغې پیل شوې چې د شیعه ګانو د موټرو په یو کاروان برید کې ۴۳ کسان ووژل شول. له دې پیښې وروسته جګړه پیل شوه چې دوه ورځې روانه وه.

په دې جګړه کې ۸۲ کسان ووژل شول او ۱۵۶ نور ټپیان شول. په وژل شویو کسانو کې ۱۶ سنیان او ۶۶ شیعه ګان شامل دي.

په کورمه کې د پاړه چنار قبایل له شیعه مذهب سره او د کوزې او برې او منځنۍ کورمې خلک بيا له سني مذهب سره تړاو لري. د دغو دواړو خواو ترمنځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وخت په وخت وسله‌والې نښتې شوې دي.

د دې سیمې د سنیانو او شیعه ګانو ترمنځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پرضد ویناګانې هم وخت په وخت د وسله‌والو نښتو لامل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG