پاکستاني چارواکي وايي د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د شیعه او سني اوسېدونکو ترمنځ په قرقه يي نښتو کې د ۸۲ کسانو له وژل کېدو او لسګونو نورو د ژوبل کېدو وروسته دواړې خواوې په یو اووه ورځني اوربند سلا شوي دي.
د خیبر پښتونخوا ویاند محمد علي سیف وویل: "دواړو خواو په یو اووه ورځني اوربند موافقه کړې چې په ترڅ کې به یې قیدیان تبادله شي او مړي به یو بل ته وسپاري."
وروستی تاوتریخوالی د پنجشنبې په ورځ وروسته له هغه پیل شو چې د شیعه ګانو د موټرو په یو کاروان برید وشو او ۴۳ کسان ووژل شول. له دې پیښې وروسته جګړه پیل شوه چې دوه ورځې روانه وه.
یو ځايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط فرانس پرس ته وویل چې په جګړه کې ۸۲ کسان مړه او ۱۵۶ نور ژوبل شوي چې په مړو کې ۱۶ سنیان او ۶۶ شیعه ګان شامل دي.
دا په کورمه کې د فرقهيي تشدد وروستۍ پېښه ده. افغانستان ته څېرمه په دغه سیمه کې د شیعه او سني اوسېدونکو ترمنځ له ډیر وخت راهیسې خونړۍ فرقه يي شخړې پیښیږي.
په کورمه کې د مخالفو خواوو ترمنځ وروستی اوربند وروسته له هغه وشو چې یو ایالتي پلاوي له دواړو خواوو سره خبرې وکړې.
د نښتو دوام
خو د سیمې مشرانو ویلي چې د اوربند له پرېکړې سره سره د دوشنبې په ورځ نومبر ۲۵ (لیندۍ پنځمه) د شپې راهیسې جګړه دوام لري.
په کوزه کورمه کې د سنیانو مشر او د اوربند په خبرو کې برخه اخیستونکي سلیم خان د امریکا غږ ډیوه راډیو ته وویل: "نښتې لاهم روانې دي او نن نومبر ۲۵مه غرمه په سده سیمه کې یو میزایل راغورځېدلی دی."
دغه قومي مشر په پېښه کې د اوښتي زیان او مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورنکړ او ټینګار یې وکړ، "ترڅو چې له خلکو څخه وسله نه وې اخیستل شوې... نو امن پر ځای کول ګران کار دی."
د پاړه چنار اوسېدونکي او د پاکستان پيپلز ګوند پخواني مرکزي وزير ساجد حسين توري چې د اوربند په خبرو کې یې برخه لرله، هم تائید کړه چې له وروستیو خبرو وروسته اوس هم په کورمه کې نښتې روانې دي خو شدت يې، د نوموړي په خبره، هغه ډول نه دی کوم چې څو ورځې وړاندې وو.
توري ډیوه راډیو ته وویل: "په راروانو دوو ورځو کې به يوه بله جرګه کېږي په کوم کې به چې په ګډه د شيعه ګانو او سنيانو مشران او د حکومتي جرګې غړي شامل وي."
په کورمه کې د پاړه چنار قبایل له شیعه مذهب سره او د کوزې او برې او منځنۍ کورمې خلک بيا له سني مذهب سره تړاو لري. د دغو ډلو خواوو ترمنخ وخت په وخت د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسله والې نښتې شوې دي.
د دې سیمې د شیعه ګانو او سنیانو ترمنځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پرضد ویناګانې هم وخت په وخت د وسلوالو نښتو لامل شوي دي.
ددې مطلب په چمتو کولو کې د امریکا غږ ډیوه راډیو او فرانس پرس اژانس له معلومات استفاده شوې.
فورم \ دبحث خونه