د لاس رسي وړ اتصالات

زیلینسکي: 'قوي ټرمپ'‍ د اوکراین جګړه پای ته رسولی شي


د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي یکشنبه جنوري پنځمه ( مرغومي ۱۶) په تازه مرکې کې ویلي چې د متحده ایالاتو راتلونکی "قوي" جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ کولی شي د اوکراین جګړې پای ته رسولو لپاره روسیه د سولې خبرو ته حاضره کړي.

ښاغلي زیلینسکي پدې مرکې کې همدارنګه ویلي چې د امریکا منتخب جمهور رئیس به د اوکراین د امنیت ډاډ ورکولو لپاره مهم وي او د سولې داسې تړون لپاره به شرایط برابر کړي چې اروپایي هیوادونه به یې هم ملاتړ وکړي.

د اوکراین مشر پرته لدې چې ووایي آیا د متحده ایالاتو د منتخب جمهور رئیس سره یې د دې پلان په هکله خبرې کړي که نه وویل، " لومړی به زه او ټرمپ موافقه وکړو... د اروپا سره په ګډه به د امنیت قوي ضمانتونه وړاندې شي او بیا به د روسیې سره خبرې وکړو".

ښاغلي ټرمپ لا د زیلینسکي په څرګندونو تبصره نده کړې خو تر دې وړاندې یې څو ځله ویلي چې که جمهور رئیس وټاکل شي په یوې ورځې کې به د روسیې – اوکراین جګړه پای ته ورسوي.

ټرمپ چې څه کم دوه اوونۍ وروسته به د دویم ځل لپاره د امریکا جمهور رئیس شي، د اوکراین مشر ته یې د "دکاندار" خطاب کړی، د کیف سره د واشنګټن په نظامي او نورو مرستو هم انتقاد لري خو ډیر لږ د روسیې په جمهور رئیس ولادمیر پوتین انتقاد کوي او ان دا چې وخت ناوخته یې هغه ستایلی هم دی.


خو د دې ټولو سربیره، د اوکراین مشر په مرکې کې وویل چې دی پخپله او د اوکراین ولس په ټرمپ باندې حساب کوي چې د روسیې په جمهور رئیس ولادمیر پوتین به د سولې کولو لپاره فشار راوړي. ‌

زیلینسکي زیاته کړه چې د اروپایي هیوادونو ټول مشران هم دیته سترګې په لار دي چې د اوکراین جګړې پای ته رسولو لپاره ټرمپ څه کوي.

هغه زیاته کړه، " کله چې زه د ټرمپ کومه خبره کوم – که ورسره ګورم یا په ټیلیفون کې ورسره خبرې کوم – د اروپایي هیوادونو مشران راڅخه پوښتي چې ، څنګه و. دا د ټرمپ اسر او رسوخ ښیي چې د بل هیڅ امریکایي جمهور رئیس په هکله داسې نظر نشته".

رویټرز تیره میاشت راپور ورکړ چې پوتین له ټرمپ سره د اوکراین د اوربند په اړه خبرو ته چمتو دی، خو لوی ځمکني امتیازات ردوي او ټینګار کوي چې کیف دې له ناټو سره د یوځای کیدو هیلې پریږدي. روسیې د اوکراین شاوخوا شل سلنه خاوره نیولې ده.

د روسیې ولسمشر پوتین وايي، د امریکا په مشرۍ لویدیځ د روسیې ګټې له پامه غورځولي او له ۲۰۱۴ کال راهیسې یې هڅه کړې چې اوکراین په خپله کړۍ کې راولي او د روسیې د کمزوري کولو او بالاخره د ویجاړولو لپاره یې وکاروي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG