د لاس رسي وړ اتصالات

سپينه ماڼۍ: د شمالي کوریا سرتیري د اوکراین په جګړه کې د پراخو تلفاتو سره مخامخ شوي


د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي

سپینې ماڼۍ د جمعې په ورځ د دسمبر ۲۷ (مرغومي ۷) وویل چې د اوکراین پر ضد د روسیې د جګړې په لومړۍ کرښه کې د شمالي کوریا ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او یوازې په تېره یوه اوونۍ کې د دوی یو زر پوځیان په کرسک سیمه کې وژل شوي او یا ټپیان شوي دي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي خبریالانو ته وویل: "دا څرګنده ده چې د روسیې او شمالي کوریا پوځي مشران له دغو پوځیانو سره د مصرفي ځواکونو په توګه چلند کوي او هغوی ته امر کوي چې د اوکراین د دفاع پر ضد ناهیلي کوونکي بریدونه ترسره کړي."

په عین حال کې، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د جمعې په ورځ وویل چې د شمالي کوریا "څو" سرتیري د اوکراین د ځواکونو لخوا له نیول کیدو وروسته مړه شوي او روسیه یې تورنه کړه چې هغوی د "خورا لو محافظت" سره جګړې ته استوي.

اوکراین، امریکا او جنوبي کوریا پر شمالي کوریا تور لګولی چې د اوکراین په جګړه کې یې د روسیې د مرستې لپاره تر لسو زرو ډېر پوځیان استولي چې د اوکراین په درې کلنه جګړه کې یې کړکېچ زیات کړی دی.

جنوبي کوریا ویلي دي چې روسیې د اوکراین په جګړه کې د مسکو د ملاتړ لپاره د سرتیرو د استولو په بدل کې شمالي کوریا ته د الوتکو ضد توغندي او اقتصادي مرستې ورکړي دي.

د اوکراین مشر پخپلو خبرو کې د شمالي کوریا د وژل شویو سرتیرو شمیر په ډاګه نکړ خو یوازې دومره یې وویل چې دا سرتیري په ټپي وضعیت کې د اوکرایني ځواکونو لاسته ورغلي وو چې وروسته یې سا ورکړه.

زیلینسکي دا هم ندي ویلي چې دا سرتیري د اوکراین په کوم ځای کې نیول شویدي.

تر دې وړاندې د جنوبي کوریا استخباراتو ویلي و چې د اوکراین په جګړې کې د شمالي کوریا ۱۰۰۰ سرتیري وژل شوي یا ټپي شوي او تر څنګ یې دا هم ویلي و چې د چاپیریال سره نه بلدتیا ښایي د دومره ډیرې مرګ ژوبلې علت وي.

د متحده ایالاتو حکومت هم د جمعې په ورځ په اوکراین کې د شمالي کوریا د سرتیرو مرګ ژوبلې په هکله د جنوبي کوریا د استخباراتو راپورونه تائید کړل.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند، جان کربي په خبري کنفرانس کې وویل چې د شمالي کوریا سرتیري اوکرایني ځواکونو ته د تسلمیدو پر ځای خپل ځانونه وژني.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG