د شمالي کوریا مرکزي خبري اژانس په ځايي وخت د پنجشنبې په ورځ ډسمبر پنځمه (لیندۍ۱۵) راپور ورکړ چې د روسیې او شمالي کوریا ترمنځ دفاعي تړون نافذ اوعملي کېدل یې پیل شول.
د دواړو هېوادونو مشرانو د جون په میاشت کې دا تړون لاسلیک کړی و.
د تړون د عملي کېدو خبر داسې مهال مخې ته راځي، چې د متحدو ایالتونو مقامات وايي چې شمالي کوریا ۱۰۰۰۰ سرتېري استولي چې د اوکراین په جګړې کې له روسي ځواکونو سره اوږه په اوږه وجنګېږي.
کارپوهان وايي د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د دغه تړون په مقابل کې له مسکو څخه پرمختللې تکنالوژي او سرتېري یې د جګړې تجربه ترلاسه کوي.
کیم جون اونګ او ولادمیرپوتین په پیونګ یانګ کې د ستراتېژیکې ملګرتیا دا تړون لاسلیک کړی و. دا تړون دواړه هېوادونه مکلف کوي که په هر یو باندې یې برید کېږي، بل به یې «له ځنډ پرته» مرستې ته دانګي او دواړه به د لویدیځ د بندیزونو مخالفت کوي.
د روسیې او شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارتونو مرستیالانو کیم جونګ ګیو او اندري رودینګو په مسکو کې د دغه تړون تائید شوي اسناد تبادله کړل او له تېرې ورځې راهېسې نافذ شوی.
د روسیې پارلمان تېره میاشت د رایو په اکثریت سره دا تړون تائید او ولسمشر پوتین امضا کړ. پیونګ یانګ وايي چې د دغه هېواد مشر کیم په یو فرمان کې دا تړون تائید کړی دی.
د شمالي کوریا مرکزي خبري اژانس وایي چې دا تړون به «له تسلط، غلبې او لوړتیا غوښتنې پرته د یو متحرک او قوي ځواک په توګه به د یو خپلواک او عادل څو قطبي نړۍ د نظم تاسیس چټکوي».
کارپوهان وايي چې شمالي کوریا به د اوکراین د جګړې څخه په ګټې اخیستو خپله بهرنۍ تګلاره له سره برابره کړي. شمالي کوریا د سرتېرو په استولو سره ځان د روسیې د جګړې په اقتصاد کې د وسلو د اکمالوونکې، پوځي ملاتړې او بشري ځواک په توګه شامل کړ- د کارپوهانو په خبره پیونګ یانګ ان په دې معاملې کې خپل دودیز او تجارتي ملګری چین هم له پامه وغورځوه.
دواړو مسکو او پیونګ یانګ د ۲۰۲۲ د فبرورۍ په میاشت کې په اوکراین باندې د مسکو له یرغل وروسته خپل پوځي روابط قوي کړي. ملګرو ملتونو په شمالي کوریا باندې د اتومي وسلو او په روسیې باندې په اوکراین د یرغل له کبله بندیزونه لګولي دي.
کیم تېره اونۍ پیونګ یانګ ته د روسیې د دفاع وزیر اندریو بلوسوف د سفر په مهال وویل هېواد، حکومت او خلک به یې «تل د خپل حاکمیت او ځمکنۍ بشپړټیا د دفاع په برخه کې د روسیې فدراسیون د تګلارې» ملا تړي.
پوتین د جون په میاشت کې دا تړون د یو ارزښتناک سند په توګه لاسلیک کړ و.
فورم \ دبحث خونه