د لاس رسي وړ اتصالات

جو بایډن او شي جینپینګ په پیرو کې ملاقات کوي


دواړوه مشرانو په ۲۰۲۲ کال کې د اپیک په غونډې کې هم لیدلي‌ وو
دواړوه مشرانو په ۲۰۲۲ کال کې د اپیک په غونډې کې هم لیدلي‌ وو

سپینې ماڼۍ د چهارشنبې په ورځ نومبر ۱۳ (لړم۲۳) وویل چې د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن به د چین له ولسمشر شي جینپینګ سره ملاقات وکړي.

د دوی ترمنځ غونډه د را روانې شنبې په ورځ د پیرو د لیما په ښار کې د اسیا پاسیفک اقتصادي‌ همکاریو (اپیک) د سرمشریزې په مهال تنظم شوې ده.

دواړو مشرانو په ۲۰۲۲ کال کې په کالیفورنیا کې د اپیک په غونډې کې او په بالي کې د جي-۲۰ په سرمشریزې کې هم ملاقاتونه کړي وو.

یو امریکایي چارواکي خبریالانو ته ویلي چې دواړه مشران به د پوځ له پوځ سره د تماسونو، د نړیوالو کړکیچونو سره د مبارزې او د مصنوعي ځېرکتیا د خطرونو سره د مبارزې ترڅنګ د ګډو همکاریو په مسائیلو بیا خبرې وکړې.

دغه امریکايي مقام، چې د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړي نوم یې خپور شي، وویل چې ولسمشر بایډن به په دغه ملاقات کې شي جینپینګ ته د اوکراین په جکړې کې د بیجنګ له لوري‌ د مسکو د ملاتړ او روسیې ته د شمالي کوریا د ځواکونو د استولو په اړه هم «ژوره اندېښنه» په ډاګه کړي.

د دغه چارواکي په وینا، بایډن به همدغه راز د «تجارت د ناعادلانه تګلارې او د غیر بازاري اقتصادي چال چلند په اړه هم خپله پخوانۍ اندېښنه» څرګنده کړي، چې امریکایي کارګر زیانمنوي.

د امریکا ولسمشر به په دغې غونډې کې په امریکايي ولسي تاسیساتو باندې د چینایانو د سایبري (انټرنټي) بریدونو د هڅو، د تایوان په شاوخوا او د چین په جنوبي سمندر کې د بیجینګ د پوځي خوځښتونو مسئله هم راپورته کوي او بشري حقونو ته د درناوي ارزښت به هم په ډاګه کوي.

دا به د امریکا د ولسمشر په توګه له جینپینګ سره د جوبایډن وروستی ملاقات وي.

ټاکل شوې چې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په شلمه نېټه به نوی منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ لوړه کوي. ډونالډ ټرمپ وار دمخه د خپلې کابینې د بهرنۍ تګلارې په کلیدي موقفونو کې د چین سرسخت منتقدین انتخاب کړي چې د بیجینګ په اړه به لا د واشنګټن د سخت او جنجالي دریځ لامل شي.

ټرمپ د جمهوریت غوښتونکو د کانګرس غړی مایکل والتز د ملي‌ امنیت د مشاوریت او سناتور مارکو روبیو د بهرنیو چارو وزارت څوکیو ته غوره کړي دي.

دغه امریکايي مقام د امریکا غږ د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې نوی حکومت هره پرېکړه چې کوي، باید د متحدو ایالتونو او چین ترمنځ د «سختې» او پیچلې اړیکې اداره کولو ته لارې پیدا کړي.

هغه وویل: «روسیه، د تګ راتګ تنګي (سمندرې لارې) د چین جنوبي سمندر او سایبر په مسائیلو کې له چین سره د بهرنۍ تګلارې ژور اختلافات لري او زه فکر نه کوم چې ختم به شي.»

د چین ولسمشر شي جینپینګ به دا وړاندوینه کوي چې د ټرمپ حکومت د نړیوال تجارت په اړه به څه پلان ولري او په خاص ډول ایا هغه به د چین په ټولو توکو باندې د درنې مالیې د لګولو ژمنې عملي کوي که نه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG