د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن تایوان ته ۵۶۷ میلیون ډالر دفاعي مرسته تائید کړې


د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

سپینه ماڼۍ وايي چې ولسمشر جو بایډن له تایوان سره د دفاعي همکارۍ په برخه کې د ۵۶۷ میلیون ډالرو نوې مرسته تائید کړه.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې ویل شوي چې ولسمشر بايدن د بهرنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې ده چې د دفاع وزارت او پوځي تعلیمي او روزنیزې برخې د خدماتو څخه دې «تر ۵۶۷ میلیون ډالرو پورې تایوان ته مرستې برابرې کړې.»

په دغې اعلامیې کې، چې تېره ورځ خپره شوې ده، د مرستو په اړه نور جزیات ورکړل شوي نه دي. تېرکال د جولاۍ په میاشت کې متحدو یالاتونو په دفاعي برخې کې له تایوان سره ۳۴۵ میلیون ډالر مرسته کړې وه.

د همدغه روان کال د اپریل په میاشت کې تایوان ته میلیاردونه ډالر تائید شول. دا مرستې داسې مهال کېږي چې چین په تایوان باندې پوځي او سیاسي فشارونه زیات کړي دي.

امریکا په دیپلوماتیک ډول تایوان په رسمیت نه پېژني خو کلیدي ملګرې او لویه وسله ورکوونکې یې ده.

بیجینګ په وار وار له واشنګټن څخه غوښتي چې د تایون ټاپو ته د وسلو ورکول بند کړي، چین ادعا لري چې تایوان یې برخه ده. هره ورځ د تایوان په شاوخوا کې د چین جټ الوتکې، بې پیلوټه الوتکې او جنګي بېړۍ ګرځي راګرځي.

چین له خپلې خاورې سره د تایوان د یو ځای کولو لپاره د زور کارول هم نه دي‌ رد کړي او ویلي دي چې د دې کار مخه نه شي نیول کېدای.

د چین د بهرنیو چارو وزارت له تایوان سره د متحدو ایالتونو د نویو مرستو په اړه خبرداری ورکړی چې نتیجه به یې «معکوسه» وي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لېن جیان وویل چې بیجینګ واشنګټن هڅوي چې په «هر ډول د تایوان مسلح کول پرېږدي». ویاند وویل چې د «تایوان د خپلواکۍ لپاره د وسلو مرسته کول به معکوسه پایله او ذاتي عواقب» ولري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG