د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا، استرالیا او کاناډا د فلیپین په ساحل کې پوځي تمرینات پیل کړل


د جنوبي چین په سمندر کې د فلیپین او متحده ایالاتو د ۲۰۱۸ کال ګډ پوځي تمرینات
د جنوبي چین په سمندر کې د فلیپین او متحده ایالاتو د ۲۰۱۸ کال ګډ پوځي تمرینات

د فلیپین سره ددغه هېواد په ساحل کې د متحده ایالاتو، کاناډا او استرالیا دوه ورځني ګډ هوايي او سمندري پوځي تمرینات د چهارشنبې په ورځ اګست اوومه (زمري ۱۷) پیل شول.

ددغو هېوادونو لوړپوړو پوځي مشرانو په یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې دا تمرینونه "د هند - ارام سمندر په سیمه کې د ازاد او پرانیستي [تګ راتګ] د ملاتړ لپاره زموږ ګډه ژمنتیا ښيي."

چین په دې سیمه کې ټول سمندر خپل ملکیت ګڼي او په دې وروستیو کې داسې اندیښنې زیاتې شوي چې د چین دغه ادعا او د تایوان له خپلواک ټاپو سره د بیجینګ تاوتریخوالی ممکن متحده ایالات هم ښکېل کړي.

فلیپین تېره اونۍ هم د جنوبي چین په سمندر کې د متحده ایالاتو او جاپان سره په جلا جلا توګه دوه ورځي پوځي تمرینات ترسره کړي وو.

ټاکل شوې چې مانیلا د جمعې په ورځ په خپل ساحل کې له ویتنام سره د ساحل ساتونکو ځواکونو تمرینونه وکړي.

فلیپین له متحده ایالاتو سره دفاعي تړون لري او د جاپان سره یې تېره میاشت دغسې یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې دغه هېوادونه د یو بل په خاوره کې پوځیان ځای پر ځای کولی شي.

د فلیپین د پوځ یو ویاند فرانس پرس ته وویل چې د څلورو هېوادونو ګډ پوځي تمرینات په لومړي ځل په لاره اچول کیږي د سمندري او هوايي ځواکونو قطعې پکې برخه اخلي.

په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې "د برخه اخیستونکو هیوادونو د سمندري او هوایي ځواک قطعات به زموږ د وسله والو ځواکونو ترمنځ د همکارۍ د وړتیا لوړولو لپاره په ګډه کار وکړي."

په اعلامیه کې په دې تمریناتو کې د برخه اخیستونکو بیړیو او نظامي قطعاتو نومونه ندي یاد شوي، خو زیاته شوې: "استرالیا، کاناډا، فلیپین او متحده ایالات د سمندري تګ راتګ او د الوتنو د ازادۍ حق، د سمندر او نړیوالې فضا نور قانوني استعمال، او همدارنګه د نړیوالو قوانینو له مخې د هغو سمندري حقونو درناوی کوي چې د ملګرو ملتونو د سمندر د قانون په کنوانسیون کې منعکس شوي دي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG