د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي او چینايي چارواکي د شخړې د مخنیوي لپاره په واشنګټن کې خبرې کوي


د چين د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال ما ژاوسو د خبرو لپاره په واشنګټڼ کې دی.
د چين د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال ما ژاوسو د خبرو لپاره په واشنګټڼ کې دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال کورت کمپبل د پنجشنبې په ورځ می ۳۰ (غبرګولي ۱۰) په واشنګټن کې د چين د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال ما ژاوسو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړې د مخنیوي او اړیکو د پرانیستي چینلونو د ساتلو په موخه خبرې کوي.

دا مذاکرات د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې ترسره کیږي چې د متحده ایالاتو د ملي امنیت مرستیال سلاکار جان فاینر هم پکې برخه لري.

د ما ژاوسو دا سفر د اپریل په میاشت کې شانګهای او بیجینګ ته د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له سفر وروسته کیږي. چارواکو وویل چې دا خبرې له چین سره د متحده ایالاتو ژورې ډیپلوماسۍ ته لار هواروي ترڅو په مسؤلانه توګه د لانجمنو موضوعاتو په شمول د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې سیالي اداره کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند امریکا غږ ته وویل: "لکه څنګه چې موږ د خپلو ګټو او ارزښتونو او د خپلو متحدینو او شریکانو د ساتنې لپاره اقداماتو ته دوام ورکوو، موږ د چین د خلکو له جمهوریت سره مخامخ ډیپلوماسي هم کاروو ترڅو خپل دریځونه او ارادې، او همدارنګه سیمه ییزې او نړیوالې مسلې چې د امریکا د خلکو او نړۍ لپاره مهمې دي، په ډاګه کړو او دوه اړخیز پرمختګ وکړو."

د چین د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند وویل چې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال به یې د می ۳۰مې څخه د جون تر دوهمې پورې د خپل سفر په جریان کې، "په متحده ایالاتو کې د بیلابیلو سکتورونو له استازو سره تعامل او اړیکه ونیسي."

بلینکن تیره میاشت په بیجینګ کې د روسیې د دفاعي صنعت لپاره د چین د ملاتړ په اړه "جدي اندیښنه" څرګنده کړه او چینایي مشرانو ته یې خبرداری ورکړ چې واشنګټن کولی شي په دې مسله بندیزونه ولګوي.

چین له روسیې سره د خپلې تګلارې دفاع کړې او له روسیې سره یې خپلې اړیکې له یو لوی سوداګریز شریک سره عادي اقتصادي راکړه ورکړه بللې ده.

د چهارشنبې په ورځ کمپبل د متحده ایالاتو خبرداری تکرار کړ. هغه وويل، د چين ملاتړ د روسيې د اوږد واټن توغنديو، توپخانې، بې پيلوټه الوتکو او د جګړې په ډګر کې ددغه هېواد د پوځي توان په پښو درولو سره مرسته کوي.

بروکسل ته د خپل وروستي سفر په جریان کې، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د اروپا او ناټو غړو هیوادونو په بیړنۍ همکارۍ ټینګار وکړ چې "د چین د هغو اقداماتو په اړه د خپلې اندیښنې ګډ پیغام واستوي، کوم چې د اروپا په زړه کې بې ثباتي رامنځته کوي."

د متحده ایالاتو او چین وروستۍ خبرې اترې یوازې څو ورځې وروسته له هغې کیږي چې چین د تایوان شاوخوا د ۱۱۱ الوتکو او ۴۶ کښتیو په ګډون دوه ورځني پوځي تمرینات ترسره کړل. واشنګټن د تایوان تنګي په اوږدو کې د سولې او ثبات د ساتلو پر اهمیت ټینګار کړی او له بیجینګ څخه یې په کلکه غوښتي چې له زغم څخه کار واخلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG