د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني اوکراین ته په مصنوعي ځېرکتیا سمبال ۴۰۰۰ ډرونونه ورکوي


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د جرمني حکومت د دوشنبې په ورځ نومبر ۱۸ (لړم۲۸) وویل چې د مصنوعي ځېرکتیا په مرسته رهبري کېدونکي ۴۰۰۰ بې پیلوټه الوتکې اوکراین ته ورکوي.

برلین له روسیې سره په جګړې کې اوکراین ته دویم لوی پوځي مرسته کوونکی بلل کېږي، خو ویلي دي چې اوکراین ته د تاروس میزایل سیستم نه ورکوي.

د جرمني د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس خبریالانو ته وویل چې دا بې پیلوټه الوتکې «په مصنوعي ځېرکتیا سمبالې دي او رهبري» کېږي او «د دښمن د برېښنايي ډرونونو دفاع» له منځه وړلای شي.

پیستوریوس وویل چې دا الوتکې به «ژر واستول شي» او د «جګړې د لیکو تر شا ۳۰-۴۰ کیلو میتره پرواز کولای شي او د نورو اهدافو تر څنګ، د جګړې موقعیتونه او د لوژیستک مرکزونه وېشتلای» شي.

دا الوتکې د جګړې د لیکو ترڅنګ، د روسیې خاورې ته هم داخلېدای شي. برلین د جون په میاشت کې اعلان کړی و چې اوکراین ته بې پیلوټه الوتکې ورکوي، خو د الوتکو د مشخصاتو په اړه یې معلومات نه وو ورکړي.

د جرمني رسنیو دغو الوتکو کې ته «کوچنۍ تاروس» نوم ورکړی، خو د جرمني حکومت وايي چې دا د تاروس په څېر واټن نه شي وهلای.

د جرمني د دفاع وزارت ویاندې ناتالي جنینګ خبریالانو ته وویل: «دوی تکتیکي الوتکې دي چې محدود واټن وهلای شي. څنګه چې په ځينو رسنیو کې ویل شوي دي برعکس، دا له تاروس (سیستم) سره کوم تړاو نه لري.»

د جرمني حکومت اوکراین ته د تاروس میزایل سیستم له ورکولو ډډه کړې، چارواکي فکر کوي که دا کار وکړي، روسیه به له جرمني او لویدیځ سره په مخامخ کې جګړې کې دخېله کړي.

کیف په وار وار د دغو میزایلو غوښتنه کوي، دا میزایل شاوخوا ۵۰۰ کیلو میتر واټن وهلای شي.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو په اساس، ولسمشر جوبایډن اوکراین ته اجازه ورکړې ده چې په روسیې کې دننه د بریدونو لپاره د امریکا اوږد واټن وېشتونکي میزایل کارولای شي.

راپورونه وايي چې امریکا دا اجازه روسیې ته د شمالي کوریا د ځواکونو د استولو په غبرګون کې ورکړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG