د لاس رسي وړ اتصالات

جنوبي کوریا: روسیې شمالي کوریا ته د ځواکونو د استولو په بدل کې د هوايي مدافعې میزایل ورکړي


د شمالي کوریا رهبر، کیم جون اونګ
عکس: ارشیف
د شمالي کوریا رهبر، کیم جون اونګ عکس: ارشیف

د جنوبي کوریا د ملي امنیت جګپوړي سلاکار د نومبر ۲۲مه (لیندۍ ۲مه) وویل، چې روسیې شمالي کوریا ته د هوايي مدافعې پرمختللی سیسټم او میزایلونه ورکړي دي. سرچینې وايي، چې دغه وسلې د اوکراین په جګړې کې د روسي ځواکونو څخه د ملاتړ لپاره د کوریايي سرتیرو د استولو په بدل کې ورکړل شوې دي.

د امریکا او جنوبي کوریا چارواکو په اټومي وسلو سمبال شمالي کوریا تورنه کړې، چې د روسیې لپاره یې په اوکراین کې د جګړې د ملاتړ په موخه له ۱۰ زرو ډېر سرتېري استولي دي. کارپوهان وایي چې د شمالي کوریا مشر، کیم جونګ اون، هڅه کوي، نه یوازې پرمختللي پوځي ټکنالوژي ترلاسه کړي، بلکې ځواکونه یې د جګړې عملي تجربه هم ترلاسه کړي.

د جنوبي کوریا د ملي امنیت جګپوړي سلاکار، شین وون‌شیک پدې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "ښکاره ده چې شمالي کوریا ته د هوايي مدافعې پرمختللی سیسټم او میزایلونه ددغه هېواد د کمزوري هوايي مدافعې سیستم د پیاوړي کولو په موخه ورکړل شوي دي."

نوموړي د جنوبي کوریا د اس بي اس ټلویزیون سره په مرکې وویل، چې شمالي کوریا اقتصادي ملاتړ هم ترلاسه کړی دی. د هغه په وینا، د مې په ۲۷مه د شمالي کوریا لخوا د سپوږمکۍ ناکامې تجربې وروسته، پیونګ یانګ هڅه کوي چې د سپوږمکۍ پرمختللې ټکنالوژي ترلاسه کړي.

تر دې وړاندې کارپوهانو ویلي وو، چې شمالي کوریا به د سرتېرو د استولو په بدل کې له روسیې څخه پوځي ټنکنالوژي ترلاسه کړي، چې له سټلایټونو څخه نیولې تر اوبتلونو او له مسکو څخه د امنیت احتمالي تضمین په کې شامل دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جون په میاشت کې پیونګ یانګ ته د خپل سفر په ترڅ کې له شمالي کوریا سره د ستراتیژیکې همکارۍ تړون لاسلیک کړ. د تړون له مخې، دواړه هېوادونه ژمن دي چې په پوځي برخه کې به له یو بل څخه ملاتړ کوي او د لویدیځ د بندیزونو پر وړاندې به خپلمنځي همکاري پیاوړې کوي.

کارپوهان وایي چې شمالي کوریا د ځواکونو په استولو سره نه یوازې روسیې ته په پوځي برخه کې مرسته برابروي، بلکې په ورته وخت کې ځانته د روسیې د طبیعي سرچینو لکه تېلو او ګازو ته د لاسرسي امکانات هم برابروي.

دا پداسې حال کې دی، چې په دې وروستیو کې د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر، چو سون هوی، مسکو ته د خپل سفر پر مهال وویل، چې هېواد یې "په کلکه" د روسیې تر څنګ ولاړ دی او د اوکراین جګړه یې د "سپیڅلي مبارزې" په توګه یاده کړه.

شمالي کوریا د خپل اټومي پروګرام او روسیه پر اوکراین د پوځي یرغل له امله د ملګرو ملتونو له بندیزونو سره مخ دي.

شمالي کوریا تېره میاشت اعلان وکړ چې روسیې ته د هر ډول سرتېرو استول به د نړیوالو قوانینو سره سم وي، خو په رسمي توګه یې دغه هېواد ته د خپلو سرتېرو د استولو پخلی لا نه دی کړی.

بلخوا، روسیې ته د شمالي کوریا د سرتېرو استول، د جنوبي کوریا په دریځ کې بدلون راوستی دی. سیول، چې مخکې یې اوکراین ته د وژونکو وسلو په استولو کې زړه نا زړه وو، ویلي دي چې په دې برخه کې خپلې اوږدمهالې پالیسي ته بیاکتنه کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG