د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو سرمنشي: روسیه د اوکراین په جګړه کې له ژمي څخه د وسلې په توګه کار اخلي


د نومبر په ۲۹ د روسیې د ډرون په برید کې د اوکراین یو زیانمن شوی روغتون
د نومبر په ۲۹ د روسیې د ډرون په برید کې د اوکراین یو زیانمن شوی روغتون

د ناټو سرمنشي مارک روته د سه شنبې په ورځ ناوخته، دسمبر دریمه (لیندۍ ۱۳) ، د یو خبرداري په ترڅ کې چې روسیه بیا د اوکراین په جګړه کې له ژمي څخه د وسلې په توګه کار اخلي، وویل چې، پوره ډاډه دی چې په راتلونکو میاشتو کې به هر ډول پوځي مرستې چې متحدین یې کولی شي اوکراین ته ورکړي.

روته د ناټو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره تر خبرو مخکې په بروکسل کې خبریالانو ته وویل چې د اوکراین د انرژۍ د زیربناوو ساتنه او د اوکراین ځواکونو ته د روسیې د بریدونو په وړاندې د دفاع لپاره د اړتیا وړ هوايي دفاع برابرول به په راتلونکو میاشتو کې له لومړیتوبونو څخه وي.

د ارويایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران په اوکراین کې د جګړې سربیره، د هغه څه په اړه هم بحث کوي چې د روته په وینا د ناټو هیوادونو په وړاندې د روسیې د دښمنانه اقداماتو "کمپاین مخ په زیاتیدو" دی چې خرابکارۍ او سایبري جرمونه په کې شامل دي.

روسیې تیر کال هم د ژمي په موسم کې د اوکراین د انرژۍ پر منابعو او تاسیساتو باندې بریدونه زیات کړي وو او په میلیونونو اوکراینیان یې په خورا سوړ ژمي ګې له تودوخې بې برخې کړي وو. هغه مهال هم ناټو او لویدیځو هیوادونو پر روسیې تور لګولی و چې له ژمي څخه د اوکرانیانو پر وړاندې د وسلې په توګه کار اخلي.

په ورته وخت کې د اوکراین پوځ د سه شنبې په ورځ وویل، چې د ۵۰ بې پیلوټه الوتکو څخه یې ۲۹ نسکورې کړي چې روسیې د خپلو وروستیو شپنیو بریدونو په ترڅ کې توغولې وې.

د اوکراین هوايي ځواک ویلي، د بریدونو دغه مخنیوی د چرنيهیف، دونیتسک، خارکیف، خمیلنیتسکي، کیف، مایکولایف، پولتاوا، سومي او ترنوپیل په سیمو کې شوی دی.

په خارکیف کې چارواکو خبر وکړ چې یوې ویشتل شوې بې پیلوټه الوتکې یو سوداګریز مرکز ته زیان اړولی دی، په داسې حال کې چې په سومي کې چارواکو ویلي چې د روسیې توغنديو څو ودانۍ زیانمنې کړي.

بلخوا، د روسیې د دفاع وزارت د سه شنبې په ورځ وویل، چې د اوکراین ۲۴ بې پیلوټه الوتکې یې ویشتلې چې د شپې له خوا توغول شوې وې او همداشان د سه شنبې په سهار یې ۱۱ بې پیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.

د روسیې په ریازان سیمه کې چارواکو ویلي، چې یوې بې پیلوټه الوتکې څلور کورونه ویجاړ کړي، خو مرګ ژوبله یې نه ده اړولې.

د روسيې د دفاع وزارت همداشان ویلي چې اوکرایني بې پیلوټه الوتکې په روستوف، براینسک، بلګورود، کراسنودار، کرسک او کالوګا سیمو کې هم ویشتل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG