د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جمعې په ورځ نومبر ۲۲ (لیندۍ دوېیمه) وویل، چې مسکو به په "جګړه ایزو شرایطو" کې د هایپرسونیک یا له غږ څخه د چټکو اورشنیک بالسټیک میزایلو نورې ازموینې هم ترسره کړي. هغه دا خبره یوه ورځ وروسته له هغې وکړه، چې پر اوکراین یې ددغه ډول یو میزایل برید ترسره کړ.
پوتین د پوځ له مشرانو سره په یوه غونډه کې چې په ټلویزیون کې خپریدله وویل: "موږ به د روسیې په وړاندې د ګواښونو وضعیت او ځانګړتیاوو ته په کتلو د جګړه یزو شرایطو په ګډون دغو ازموینو ته دوام ورکړو. "
روسیې د پنجشنبې په سهار، نومبر ۲۱مه د اوکراین په دنیپرو ښار د نوي نسل یو توغندی وتوغاوه کوم چې په نږدې درې کلنه شخړه کې د وسلو د استعمال په برخه کې لوی زیاتوالي په ډآګه کوي.
په واشنګټن کې د پنټاګون د مطبوعاتو مرستیالې سبرینا سنګ وویل، چې کارول شوی توغندی د "روسیې د RS 26 روبیس بین القاروي بالستیک توغندیو" د ماډل پر بنسټ جوړ شوی دی. هغې زیاته کړه: "متحده ایالاتو ته د خبرتیاو د ورکولو د شرایطو په اساس، د توغندي د توغولو دمخه متحده ایالات د اټومي خطر د کمولو چینلونو له لارې له توغولو څخه دمخه په مختصره توګه خبر ورکړل شوی و."
ولسمشر پوتین، همداشان ددغو توغندیو د تولید د لړۍ د دوام امر کړی چې د غږ د سرعت په پرتله ۱۰ ځله چټک دي. پوتین زیاته کړه، چې روسیه ورته پرمختللي سیسټمونه جوړوي.
پوتین وویل چې: "موږ ددې لړۍ تولید ته اړتیا لرو. پریکړه ... په عمل کې پلې شوې ده."
هغه د دې وسلې د ځانګړي قوت د ستاینې پر وخت زیاته کړه: "د وسلو هغه سیسټم چې پرون وازمویل شو، د روسیې د ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت یو بل وفاداره تضمین دی."
پوتین ادعا وکړه چې په نړۍ کې بل هیڅ هیواد د داسې توغندیو ټیکنالوژي نه لري. په داسې حال کې چې هغه دا ومنله چې نور هیوادونه به هم ډیر ژر دا ډول وسله تولید کړي، زیاته یې کړه: "دا به سبا ته وي، یو یا دوه کاله وروسته. خو موږ اوس دا سیسټم لرو. دا مهمه ده."
د دفاع وزیر او د توغندیو د جوړولو مسؤلینو سره د هغه جوړه شوې غونډه د یوې اونۍ په پای کې وشوه چې د اوکراین شخړه په کې په چټکۍ سره مخ په زیاتیدو ده.
پوتین وویل، چې د اورشنیک میزایل توغول د کیف ځواکونو ته مستقیم ځواب و چې د لومړي ځل لپاره د روسیې په خاوره کې یې د متحده ایالاتو او بریتانیا لخوا چمتو شوي توغندي کارولي.
پوتين د پنجشنبې په ورځ ملت ته په خطاب کې وويل، روسيه حق لري چې په هغو هېوادونو کې پر پوځي تاسيساتو توغندي وتوغوي چې وسلې يې د اوکراين له خوا کارول کېږي - په ځانګړې توګه په امريکا او برتانيا کې.
پداسې حال کې چې پوتین ددغه میزایل په هکله لږ تخنیکي توضیحات وړاندې کړل، شنونکي وایي چې ددې توغندي له کارولو او د پوتین د اعتراف څخه داسې ښکاري چې دا کار ناټو او متحده ایالاتو ته د روسیې د پوځي وړتیا د ښودلو لپاره و.
له بلخوا، د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د جمعې په ورځ، نومبر ۲۲مه وویل، چې د روسیې لخوا پدې اونۍ کې د نیپرو په ښار کې د خورا ګړندی بالستیک توغندي له ویشتلو وروسته له خپلو لویدیځو ملګرو څخه د نوي هوایی دفاعي سیسټم غوښتنه کوي.
اړوند
ډیر لوستل شوي
۱
فورم \ دبحث خونه