د لاس رسي وړ اتصالات

کورمې کې لسګونه زره کسانو د لارو پرانیستلو لپاره لاریون کړی


د کورمې لاریون ته وینا والو وویل چې دوی په تش لاس راوتي دي او یوازینۍ غوښتنه یې په سیمه کې امن راوستل دی.
د کورمې لاریون ته وینا والو وویل چې دوی په تش لاس راوتي دي او یوازینۍ غوښتنه یې په سیمه کې امن راوستل دی.

د پاکستان د خیبرپشتونخوا ایالت د کورمې ولسوالۍ زره کسانو له پاړه چیناره تر صدې پورې د سولې په نوم پلی لاریون پیل کړی دی او له حکومته یې غوښتنه کړې چې په سیمه کې دې امنیت ټینګ کړي او ټولې تړلې لارې دې ژر تر ژره پرانیزي.

د نومبرې پر اومه (لړم ۱۷) د کورمې حسینه ټولنې مشر جلال حسین بنګښ لاریونوالو ته په خپله وینا کې وویل، چې دوی په تش لاس راوتي دي او یوازینۍ غوښتنه یې په سیمه کې امن راوستل دی. نوموړي وویل، "زموږ دا سوله ییز لاریون به د لارو تر پرانستلو دوام لري."

اوسنی لاریون وروسته تر هغې پیل شوی چې کله د نومبر پر پنځمه په بګن کې له ډاډ قمر سره نېږدې له پېښوره د پاړه چینار پر لور روان د شیعه مساپرو پر دوو موترو په یوه وسلوال برید کې دوه تنه ووژل شول او یوه ښځه ژوبله شوه.

تر دې وړاندې هم د اکتوبر پر ۱۲ د مقبلو د قوم د موټرو پر کاروان په بريد کې ۱۷ تنه ووژل شول. تر هغه وړاندې، پر همدغه ورځ وسله والو د کونج عليزوغره ته پر تليو درو کسانو ډزې کړې وې چې پکې هغوی ژوبل شوي ول. چارواکي وایي، داسې ښکاري چې دویم برید د لومړۍ پېښې په غبرګون کې شوی وي.

د مشال راډیو خبریال طارق اورکزي امریکا غږ ته وویل د کونج علیزو غره تر هغې پېښې وروسته نه يوازې د ټل - پاړه چینار مرکزي سړک بند شوی دی بلکې په سيمه کې د تګ راتګ ټولې لويې لارې هم تړل شوې دي.

د پاکستان حکومت د اکتوبر پر ۱۷ نېټه د شیعه ګانو قامي مشرانو ته پر مساپرو د شوي برید په پیښه کې د شینګک، نستي کوټ او کونج علېزو ۴۴ تورنو خلکو په ګډون د ۶۲ نورو کسانو یو لېسټ سپارلی وو.

د دې کسانو د نيولو لپاره حکومت د نیستي کوټ، کونج علېزو او شینګک سيمو محاصرې ته دوام ورکړی او د دغو سيمو ۱۰۰ مشکوکه کسان يې نیولي هم دي خو د پېښې اصل تورن کسان يې لا نه دې نیولي.

د کورمې شخړې ولې نه هوارېږي؟

د نومبر پر اوومه نېټه له کورمې څخه د پاکستان د مرکزي پارلمان استازي انجنیر حمید حسین توري له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، د پاکستان له لوړپوړو دولتي چارواکو سره بیا بیا د کورمې پر کړکېچ خبرې کړې دي، خو د نوموړي په خبره چې، "هېڅوک هم د دې لانجې تل پاتې حل نه غواړي. "

چېرته چې وسایل دي، هلته مسایل دي

ښاغلي توري وویل، که څه هم په کورمه کې د ځمکو پر سر لانجې دي خو دا د قبایلي مخکینۍ سیمو (فاټا) یوازینۍ سیمه ده چې د ځمکو وېش یې شوی دی، او ټول کورمېوال پرې رضا دي. او بیا مسلې نه حل کېږي، "په دې نه پوهېږو. "
د دې پوښتنې، چې په جنګ جګړو کې د چا ګټه ده؟ په ځواب کې د پارلمان استازي انجنیر حمید حسین توري وویل، "ما مې د اسامبلۍ په غونډه کې دا خبره کړې وه، ”چېرته چې وسایل دي، هلته مسایل دي. “

نوموړي دا ادعا هم وکړه، دوی دې ته نه پرېښوول کېږي چې د کورمې د ولسونو ترمینځ تل پاتې روغه راولي، او نه یې دې ته پرېږدي چې د پښتنو سیاسي ګوندونه پکې منځګړتوب وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG