د پاکستان پوځ دوشنبه نومبر څلورمه ( لړم ۱۴) ویلي چې سرحدي ځواکونو لږ تر لږه پنځه وسله وال وژلي چې کوښښ یې کاوه د افغانستان څخه دې هیواد ته واوړي.
د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې پیښه د جنوبي وزیرستان په ولسوالۍ کې هغه وخت وشوه چې سرحدي ځواکونو د "خوارجو" یوه ډله د سرحد څخه د تیریدو په حال کې ولیده، ډزې یې پرې وکړلې او وې وژل.
د پاکستان حکوت د پاکستاني طالبانو غورځنګ یا ټي ټي پي غړي خوارج بولي چې د څو کالونو راهیسې د دې هیواد په امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.
تر اوسه ټي ټي پي د دې عملیاتو په هکله څه ندي ویلي او د پاکستان د پوځ په اعلامیې کې هم څه ندي ویل شوي چې وژل شوي کسان د کوم هیواد اتباع و.
په اعلامیې کې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت یو ځل بیا غوښتل شوي چې د پاکستاني طالبانو غورځنګ غړي دې نه پریږدي چې لدې خاورې د پاکستان پر ضد د برید کولو لپاره کار واخلي خو د افغانستان طالبانو په وار وار د اسلام آباد دا ادعاوې رد کړي او تل یې پدې ټینګار وي چې هیچا ته اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره یې پر ضد وکاروي.
د پاکستاني چارواکو بله ادعا دا ده چې پدې تیرو څو کالونو کې چې طالبان په افغانستان کې واکمن شوي، ورسره په پاکستان کې هم د وسله والو ډلو بریدونه ډیر شویدي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د همدې تیرې اکټوبر میاشتې په پای کې هم یو ځل بیا ویلي چې د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" په ګډون تروریستي ډلې په افغانستان کې د پټیدو خوندي ځایونه لري او د طالبانو له حکومت یې وغوښتل چې ددغو ډلو پر وړاندې اقدامات وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ په اسلام اباد کې اونيزې خبري غونډې ته د وينا پر مهال ویلي و چې پاکستان په افغانستان کې د تروریستي ډلو په ځانګړي ډول د ټي ټي پي د ډلې د فعالیتونو په تړاو شواهد او اسناد د طالبانو حکومت سره شریک کړي دي.
میرمن بلوڅې وویل: "دا ډیره مهمه ده چې افغان مقامات [طالبان] ددغې تروریستي ډلې پروړاندې اقدام وکړي...دا نه یوازې د پاکستان غوښتنه ده، بلکې د مسکو په فارمټ کې شاملو غړو هیوادونو هم د افغانستان دحکومت [طالبانو حکومت] څخه ورته غوښتنې لرلې چې ددغو ډلو پر وړاندې ملموس اقدام دې ترسره کړي اود ګاونډیو پر خلاف دې د افغانستان له خاورې د کار اخیستلومخه ونیسي.
په پاکستان کې د څیړنو او امنیتي مطالعې یو مرکز پخپل تازه راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۴ کال په نهو میاشتو کې د وسلهوالو په بریدونو کې د ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو په ګډون د شاوخوا ۱۰۰۰ کسانو د وژل کېدو اسناد راټول کړي دي.
په راپور کې راغلي چې د تحریک طالبان پاکستان او د بلوڅ وسلهوالو په بریدونو کې تر ټولو ډېره مرګژوبله په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې ثبت شوې ده.
فورم \ دبحث خونه