د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځ په جنوبي وزيرستان کې د څلورو وسله والو د وژلو ادعا کړې


د پاکشستان د پوځ د عامه اړيکو ادارې ويلي دي چې د نومبر پر دويمه يې د جنوبي وزيرستان په سروېکۍ سيمه کې دغه وسله وال وژلي دي.
د پاکشستان د پوځ د عامه اړيکو ادارې ويلي دي چې د نومبر پر دويمه يې د جنوبي وزيرستان په سروېکۍ سيمه کې دغه وسله وال وژلي دي.

د پاکستان پوځ د خیبر پښتونخوا ایالت په جنوبي وزيرستان کې د "استخباراتي معلوماتو" پر اساس په عملیاتو کې د څلورو وسلوالو د وژلو ادعا کړې ده.

د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) په خپور کړي بيان کې ويلي دي چې د نومبر پر دويمه (لړم ۱۲) يې د جنوبي وزيرستان په سروېکۍ سيمه کې دغه وسله وال وژلي دي.

د پاکستان پوځ په بیان کې دغه مشکوک وسلوال د "فتنه خوارج" ډلې د غړو په نوم یاد کړي دي چې پوځ زياتره وخت دغه اصطلاح تحريک طالبان پاکستان ډلې ته کاروي، خو دا روښانه نه ده چې هغوی واقعاً د کومې ډلې غړي ول او تر اوسه کومې وسله والې ډلې هم د پوځ د ادعا په اړه څه نه دي ویلي. خپلواکه سرچينو هم لا تراوسه د پوځ د ادعا تصديق نه دی کړی.

تر دې وړاندې د اکتوبر په ۳۰ (لړم ۹) د پاکستان امنیتي ځواکونو د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو کې اته وسله وال ووژل او پر هغه مهال د پوځ د يو جګړن په ګډون درې سرتېري هم ووژل شول.

د پاکستان پوځ وخت په وخت د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې په عملیاتو کې د مشکوکو وسله والو د وژلو ادعاوې کوي.

له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهیسې د خيبر پښتونخوا په قبايلي او جنوبي ضلعو کې وسه لوال بريدونه او د ناامني پېښې زياتې شوي چې ولسونو يې په وار وار د مخنيوي لپاره احتجاجونه کړي او پرلتونه وهلي دي.

حکومت او پوځ وایي په سیمه کې امنیت ته ژمن دي او د دې لپاره یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG