پاکستان په دغه هیواد کې د چینایي اتباعو د خوندیتوب په اړه د بیجینګ اندېښنو ته غبرګون ښودلی، هغه یې "حیرانوونکې" او د ګاونډیو ترمنځ د ډیپلوماتیکو دودونو خلاف بللې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ پنجشنبې اکتوبر ۳۱ (لړم ۱۰) په اسلام اباد کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې حکومت یې په پاکستان کې د چینايي اتباعو، پروژو او ادارو د امنیت ساتلو ته ژمن دی.
بلوچ په پاکستان کې د چین د سفیر جیانګ زیډونګ لخوا خپور شوي خبرداري ته ځواب ویلی دی. په دغه خبرداري کې جیانګ له اسلام اباد څخه غوښتي چې د هغو وسله والو په وړاندې اقدام وکړي چې په چینايي کارګرانو د وروستیو وژونکو بریدونو مسؤل دي.
جیانګ تاوتریخوالی د "نه منلو وړ" وباله او خبرداری یې ورکړ چې دا د "یو کمربند او یوې لارې" نوښت لاندې د بیجینګ پانګوونې "محدود" کوي.
بلوچ وويل: "د چين د سفير څرګندونې حيرانوونکې دي او د پاکستان او چين ترمنځ ډیپلوماتيک دودونه نه منعکس کوي." هغې زياته کړه: "موږ به له خپلو چينايي وروڼو سره خبرو ته دوام ورکړو چې په پاکستان کې د دوی د امنيت او هوساینې لپاره د پاکستان د بشپړې ژمنې ډاډ ورکړو."
جيانګ په اسلام اباد کې يو سيمينار ته د وينا پر مهال د روان کال په مارچ او اکتوبر مياشتو کې د ځانمرګو موټر بم چاودنو ته اشاره وکړه چې په نتيجه کې يې اووه چينايان ووژل شول. له دې پېښو سره، په پاکستان کې د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز (سي پیک) زیربنايي پروژې د پیل راهیسې، په پاکستان کې د وژل شویو چینایي کارګرانو شمیر ۲۱ ته لوړ شو.
چینایي سفیر د خپل ژباړونکي له لارې په خبرو کې وویل: "دا د منلو وړ نه ده چې موږ په شپږو میاشتو کې دوه ځله تر برید لاندې راشو." هغه ټینګار وکړ چې اسلام اباد باید "د داسې تروریستي عملونو د تکرار د مخنیوي لپاره اغیزمن ګامونه اوچت کړي او د عاملینو د نیولو او مجازات کېدو ډاډ ورکړي."
دا لومړی ځل دی چې پاکستان په ښکاره د چین نیوکو ته ځواب وایي، او دا هم خورا کم سارې وه چې د چین سفیر د چینایي انجینرانو او کارګرانو په وړاندې د امنیتي نیمګړتیاوو په اړه اسلام اباد ته خبرداری ورکړي.
د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز (سي پیک) له مخې چې د "یو کمربند یو سرک" اساسي پروژه ګڼل کیږي، چین د پاکستان د زیربناوو د پراختیا، د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ودې او د جنوبي اسیا د پراخې سیمې د ادغام لپاره شاوخوا ۲۵ میلیارد ډالر پانګونه کړې ده.
جیانګ له پاکستان څخه وغوښتل چې د "چین ضد ټولو ترهګرو ډلو" په وړاندې اقدام وکړي، او ویې ویل چې "امنیت د بیجینګ لپاره ترټولو لویه اندیښنه ده". هغه زیاته کړه چې "له خوندي او سالم چاپیریال پرته هیڅ شی نشي ترلاسه کیدی."
منتقدین استدلال کوي چې د پاکستان مالي مشکلاتو او سیاسي بې ثباتۍ چین هڅولی چې په سي پیک کې له نورې پانګونې څخه ډډه وکړي.
د دغې پروژې له پیل وروسته د پاکستان پوځ په ټول هیواد کې د سي پیک اړوند چارو د امنیت ساتنې لپاره د ۱۳۰۰۰ څخه زیاتو سرتیرو یو ځانګړې روزل شوې قطعه جوړه کړه. خو پر چینايي اتباعو باندې بریدونو ددې قطعې د اغیزمنتوب په اړه شکونه راپورته کړي دي.
په چینایي کارګرانو او انجینرانو باندې د وروستیو بریدونو پړه د "بلوڅانو د ازاۍ پوځ" په نوم په بلوچستان کې د بیلتون غوښتونکو یوې ډلې منلې ده.
دا ډله، چې د بلوڅو لږکیو له وسله والو څخه جوړه شوې، چین په دې تورنوي چې د پاکستان سره د بلوچستان د طبیعي زیرمو په استخراج کې مرسته کوي او له بیجینګ څخه غواړي چې سي پیک او خپلې نورې پروژې له پاکستان څخه وباسي.
دواړه هیوادونه دا تورونه ردوي او وایي چې بلوڅ یاغیان په دې بې وزله ایالت کې د پرمختګ د مخنیوي او له چین سره د پاکستان د نږدې اړیکو د خرابولو په هڅو بوخت دي.
فورم \ دبحث خونه