د لاس رسي وړ اتصالات

د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز افغانستان ته غځیږي؛ ګټه او تاوان یې څه دي؟


چین او پاکستان اعلان کړی چې د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز (سي پیک) د میلیاردونو ډالرو پروژه افغانستان ته غځوي.

دا اعلان په اسلام اباد کې د چین، پاکستان او افغانستان د بهرنیو چارو د وزیرانو د تېرې اونۍ له غونډې وروسته شوی دی.

د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز چې په ۲۰۱۵ کال کې یې د جوړولو کار پیل شوی، د چین له کاشغره د بلوچستان تر ګوادر بندره غځېدلی دی. دا پروژه د چین د کمربند او لارې نوښت (بي ار آی) برخه ده، چې له مخې یې بیجینګ غواړي په شاوخوا ۱۵۰ هیوادونو کې د لویو لارو جوړولو، اورګاډو پټلۍ غځولو او د بندرونو رغولو کې پانګونه وکړي.

چین د کمربند او لارې نوښت پروژې د سیمه ایز اتصال او اقتصادي همکاریو وسیله بولي او پدې پروژو کې یې د افغانستان د ګډون ملاتړ اعلان کړی دی.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا تکل وايي، په دې توګه به دوی پانګونې جلب کړي او د ټرانزیټ او صنعت په برخه کې به لاسته راوړنې ولري. هغه وايي: "د چینايي لوري سره په دغه برخه کې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ډېر ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د راغلي ثبات او امنیت له امله اړینه ده چې په افغانستان کې سترې او نړیوالې پروژې پیل شي."

د چارو ځيني شنونکي افغانستان ته د چین او پاکستان د اقتصادي دهلېز غځولو ګټې اوس همدا یادوي، چې د سړکونو له جوړولو سره سره به په یاد هیواد کې د روزګار زمینې هم برابرې شي، خو زیاتوي، اوږدمهالي ګټې يې لاهم څرګندې نه دي.‌

شنونکی او خبریال هارون رشید وايي، د پاکستان او افغانستان دواړو اقتصاد ښه نه دی نو که يې له دې پلوه وګورې نو سرمایه کاري پکښې راځي او چین پکښې پانګونه کوي. نوموړی وايي: "نو ددې خو‌ په پيل کې ګټې شته، چې خلکو ته به روزګار پیدا شي، سړکونه او بیخ بیناوې به جوړې شي. لارې په جوړې شي، چې عام وګړي‌ ورڅخه ګټه اخیستلی شي. خو دا چې وروسته به يې کومې ګټې وي، دا لاهم ښکاره نه دي."

هغه وايي، په پاکستان کې هم چین پانګونه کړې او څه يې لاپاته دي، خو د هغې ګټې لاهم خلکو ته ښکاره شوې نه دي.

خو د چین‌ په دې ستراتيژۍ تر ټولو لویه نیوکه دا ده چې له همدې لارې یاد هیواد په نورو هیوادونو پورونه انباروي او وروسته يې تر خپل نفوذ لاندې راولي.

خبریال او شنونکی شمیم شاهد وايي، اوس هیوادونه د قرضو له لاري او د مالي مرستې په نامه قبضه کېږي. هغه وايي: "تاسو که اوس دلته وګورئ، نو د پاکستان هم دا حال دی. په پاکستان باندي ای ام اف یا د پیسو نړیوال صندوق ورته دومره پیسې ورکړې چې نن پاکستان د هغوی په خوښه مالیې لګوي، خپله اقتصادي تګلاره د هغوی په خوښه جوړوي او همدغسې حالات به د افغانستان هم وي."

د افغانستان د جغرافیايي موقعیت له مخې باور دا دی، چې دا هېواد د سیمې د هېوادونو دپاره د ټرانزیټي او سوداګریزې راکړې ورکړي په څلور لار د بدلېدو وړتیا لري. خو په تېرو نږدې څلورو لسیزو کې ناامنیو د ډیرو سترو پروژو د پلي کېدو مخنیوی کړی دی او دا به وکتل شي چې د چین او پاکستان له لوري په دغه بهیر ورګډېدل به یې څومره ګټي خوندي کړي.

XS
SM
MD
LG