د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان ته د چین د صدراعظم سفر ؛ اسلام آباد او راولپنډۍ کې درې ورځې عمومي رخصت اعلان شوی


د چین صدراعظم د ښه راغلاست لپاره د پاکستان صدراعظم شهباز شریف هوایي ډګر ته ورغلی و.
د چین صدراعظم د ښه راغلاست لپاره د پاکستان صدراعظم شهباز شریف هوایي ډګر ته ورغلی و.

د پاکستان صدراعظم، شهباز شریف خپل چینایي سیال ته دوشنبه اکټوبر ۱۴ ( تلې ۲۳مه) د اسلام آباد څخه د باندې په یو نظامي اډې کې هرکلی ووایه چې ټاکل شوې په پاکستان کې د شانهګای همکارۍ سازمان د مشرانو غونډه هم پیل شي.

د چین صدراعظم لي چیانګ د سفر او شانهګای همکارۍ سازمان مشرانو غونډې پر مهال د امنیتي تدابیرو په لړ کې، د پاکستان حکومت په پایتخت اسلام آباد او راولپنډۍ ښارونو کې د دریو ورځو لپاره عمومي رخصتي اعلان کړې.

په دواړو ښارونو کې به ښوونځي او کاروبارونه تړل شوي وي او چارواکو همدارنګه د بشپړ امنیت لپاره پوځیان او ملیشې ګمارلي دي چې د پولیسو سره د امنیت په ساتلو کې همکاري وکړي.

په ټول پاکستان کې د وسله والو ډلو لخوا د بریدونو له کبله پدې هیواد کې امنیتي تدابیر سخت شوي او همدا تیره اوونۍ د کراچۍ په ښار کې د چینایي اتباعو په موټرو ځانمرګی برید وشو چې لږ تر لږه دوه چینایي انجینران پکې ووژل شول.

ټاکل شوې چې د چین صدراعظم او ورسره مل پلاوی یې د خپل سفر پر مهال د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز (سپیک) په ترڅ کې د دواړو هیوادونو تر منځ دوه اړخیزې سوداګري او پرمخګتونه وارزوي.

د پلاوي تر ملاقات وروسته ښاغلي شريف او ښاغلي چیانګ په ګوادر کې د سپیک پروژې لخوا جوړ شوی نړیوال هوایي ډګر هم په مجازي توګه پرانیست.

د چین صدراعظم پدې مراسمو کې وویل چې د دواړو هیوادونو ستراتیژیکه همکارۍ په دوامداره توګه ژوریږي او دا اړیکې یې " همیشنۍ، بې جوړې او نه ماتیدونکې" وبللې.

هغه زیاته کړه چې په نړۍ کې د بدلونونو سربیره، د اسلام آباد او بیجنګ اړیکې پخپل حال پاتې دي.

بل پلو بیا د پاکستان صدراعظم د خپل چینایي سیال څخه مننه وکړله چې دا هوایي ډګر یې د تحفې په توګه پاکستان ته جوړ کړی او د ګډ کار کولو ژمنه یې ورسره وکړله.

سره لدې چې چین او پاکستان دا ندي ویلي چې دواړو مشرانو ولې په مجازې توګه ددې نړیوال هوایي ډګر په پرانیستو کې برخه واخیسته خو دیپلوماتیکو سرچینو ویلي چې د کراچۍ په ښار کې تر برید وروسته، په ځانګړې توګه د امنیتي اندیښنو ډیروالی ددې کار سبب شوی.

دا په تیرو ۱۱ کالونو کې لومړی ځل دی چې د چین یو صدراعظم پاکستان ته په رسمي سفر ورځي. د پاکستان حکومت هیله ښودلې چې دا سفر نه یوازې د سپیک پروژې چارو پر مخ وړلو سره مرسته وکړي بلکې پدې هیواد کې به د چین د سوداګرۍ پراختیا سبب هم شي.

چین د همدې پروژې په ترڅ په پاکستان کې پدې تیرې څه باندې یوې لسیزې کې نږدې ۲۵ میلیارده ډالر پانګونه کړې چې د سړکونو، لویو لارو، برښنا بندونو او د ګوادر نړیوال هوایي ډګر جوړول پکې شامل دي.

خو د امنیتي اندینښو له کبله، منتقدین پدې باور دي چې چین ښایي په پاکستان کې خپله پانګونه پراخه نه کاندي.

وسله والو د ۲۰۱۷ کال راهیسې په پاکستان کې لږ تر لږ ۲۱ چینایي اتباع وژلي دي او همدا تیره اوونۍ هم د کراچۍ په ښار کې په یو ځانمرګري برید کې دوه چینایي انجیران ووژل شول چې د سپیک په پروژې کې یې کار کاوه.

چین له خپلو اتباعو غوښتي چې د بلوچستان او خیبر پښتونخوا ولایتونو ته دې نه ځي.

د پاکستان یو پخواني سناتور او په اسلام آباد کې د چین – پاکستان انسټیتیوټ څیړنیز مرکز مشر امریکا غږ ته وویل چې په چینایي اتباعو تازه برید یوه مهم ضربه وه او ښایي د دواړو هیوادونو په ستراتیژیکې همکارۍ کې د بدلون یوه مهم شیبه وي.

ښاغلي حسین زیاته کړه چې د کراچۍ برید په امنیتي چارو کې "ښکاره خلا" وه او تر څنګ یې دا هم وویل چې د اسلام آباد لخوا چینیايي اتباعو ته د بشپړ امنیت ډاډ سره سره، دا ډول پیښې کیږي.

د بلوڅانو آزادۍ پوځ په نامه بیلتون غوښتونکې ډلې ادعا کړې وه چې د کراچۍ په ښار کې برید دوي کړی. دا ډله د کالونو راهیسې د پاکستان څخه خپلواکۍ اخیستو لپاره جنګیږي او چین تورنوي چې د همدې ولایت څخه د زیرمو په ایستلو کې د پاکستان سره مرسته کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG