د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د نا امنیو تازه پېښو کې 'دوه پولیس او څلور اورپکي' وژل شوي


په دې وروستیو کې په پاکستان کې نا امني زیاته شوې ده.
په دې وروستیو کې په پاکستان کې نا امني زیاته شوې ده.

په پاکستان کې مقامات وايي‌ چې د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۱۰ (تله۱۹) په یو وسله وال برید کې دوه پاکستاني پولیس وژل شوي او چارواکو د څلورو اورپکو د وژلو ادعا هم کړې ده.

د پولیسو یو مشر شیر افضل وویل چې وسله والو د خیبر پښتونخوا د ټانګ په سیمه کې په پولیسو برید وکړ او دوه تنه یې ووژل. بریدګر تښتېدلي دي.

تر دې دمه چا د دغه برید مسئولیت نه دی منلی، خو د پړې ګوته د پاکستاني طالبانو غورځنګ ته نیول کېږي، چې وخت ناوخت د پاکستان په امنیتي ځواکونو بریدونه کوي. د پاکستاني طالبانو غورځنګ، په پاکستان کې ناقانونه ګڼل شوی.

تر دغې پېښې څو ساعته وروسته پاکستاني امنیتي ځواکونو په شمالي وزیرستان کې د څلورو اورپکو د وژلو خبر ورکړ.

تېره ورځ د خیبر پښتونخوا په خیبر کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو او پښتون ژغورنې د غورځنګ د غړو ترمنځ اخ او ډب کې د دغه غورځنګ درې تنه ووژل شول. دا غورځنګ غواړي د اکتوبر په ۱۱ لویه جرګه راوبولي، د پاکستان حکومت د امنیتي اندېښنو له کبله په دغه غورځنګ بندیز لګولی دی.

په پاکستان کې په دې وروستیو کې نا امني زیاته شوې ده. څو ورځې مخکې د بلوڅ بیلتون غوښتونکو یو ځانمرګي د کراچۍ هوايي ډګر ته نژدې هغه موټر په نښه کړ، چې چینایان په کې سپاره وو.

په برید کې دوه انجینران ووژل شول او یو بل ژوبل شو. پاکستاني مقاماتو دا برید غندلی دی.

د پاکستان ولسشمر اصف علي زرداري په اسلام اباد کې د چین سفارت ته ولاړ او د چین سفیر ژیانګ زایدونګ ته یې تسلیت ووایه. د حکومت یوه اعلامیه وايي چې زرداري ژمنه وکړه هغو کسانو ته به سزا ورکوي چې د دغه برید تر شا دي.

دا بریدونه داسې مهال کېږي، چې ټاکل شوې پاکستان د اکتوبر په ۱۵ نېټه د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمشریزې کوربه وي. چین او روسیې په ۲۰۰۱ کې دا سازمان جوړ کړ چې هدف یې په منځنۍ اسیا کې د امنیتي اندېښنو په اړه بحثونه دي.

ایران، هند، پاکستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجیکستان او اوزبیکستان یې هم غړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG