چین په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره ډپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې په داسې حال کې پراخوي چې په نړیواله ټولنه کې د طالبانو حکومت تر ډېره منزوی شوی دی.
طالبانو له چین سره د اړیکو پر غوړېدو خوښي ښودلې ده. د چین او افغانستان ترمنځ د ترانسپورتي لارې د جوړوېدو او په افغانستان کې د کانونو کیندلو پورې ګډې پروژې لاسلیک شوي او د دواړو هېوادونو د چارواکو تر منځ د لوړې کچې ناستې شوي دي.
په داسې حال کې چې بیجینګ له طالبانو سره خپلو پراخېدونکو اړیکو ته د رسمي بڼې ورکولو څخه ډډه کړې، خو ډپلوماتان او شنونکي وايي دا اړیکې دواړو هېوادونو ته ګټه رسوي.
په پاریس کې د ستراتیژیکو څیړنو د بنسټ شنونکې والیري نیکیټ وایي: "د افغانستان اسلامي امارت یوه ننګونکې مسئله ده، خو د چینایانو ځانګړنه دا ده چې په خپلو ګټو پسې داسې ځایونو ته ځي چې نور خلک نه ځي... چینایان په داسې حال کې افغانانو ته لاس غځوي، چې هغوی [افغانان] هرې ممکنې مرستې ته اړتیا لري."
په سپتمبر کې چین لومړنی هېواد شو چې کابل ته یې نوی سفیر وټاکه او د سه شنبې په ورځ د طالبانو د حکومت استازي د لسګونو نورو طالب دپلوماتانو سره په بیجینګ کې د چین ولسمشر شي جینپینګ ته خپل باورلیک وړاندې کړ.
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وانګ وینبین وویل: "زه باور لرم کله چې د ټولو خواوو اندیښنې په پوره قوت سره حل شي، ورپسې به د افغان حکومت دپلوماتیک رسمیت په طبیعي توګه وپیژندل شي."
تیره میاشت چین له روسیې سره یو ځای د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو پرېکړې ته چې طالبانو ورسره مخالفت ښودلی و، مثبته رایه ورنکړه.
نړیوالې ټولنې له طالبانو غوښتي چې نجونو او ښځو ته د زده کړې او کار کولو اجازه ورکړي، ټول شموله حکومت جوړ کړي او د افغانستان د ټولو اقلیتونو حقونه خوندي کړي.
خو د چین دا کړنلاره چې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو پرته یې له کابل سره سفیران تبادله کړي دي، بیجینګ ته دا توان ورکړی چې له یوې خوا له طالبانو سره اړیکې وساتي او له بلې خوا نړۍ هم ناراضه نه کړي.
نیکیټ فرانس پرس ته وویل: "په بنسټیز ډول، چین د ښځو حقونو ته اندېښمن نه دی؛ که چیرې له طالبانو سره په نږدې کېدو کې خپله ګټه وویني، بیا نو ددې کار دپاره شرطونه نه ږدي."
په ځواب کې، طالب چارواکو د چین په سینکیانګ سیمه کې چې له افغانستان سره پوله لري، د اویغور مسلمانانو سره د ناوړه چلند او د هغوی له حقونو څخه د سرغړونو په اړه څه نه دي ویلي.
طبیعي زیرمې
د چین دپاره د ښه نیت ښودلو دې ټولو اقداماتو جایزه د چینايي محصولاتو دپاره په افغانستان کې د بازار موندنې ترڅنګ د افغانستان هغه پراخې طبیعي زیرمې ګڼل کیږي چې تراوسه نه دي کیندل شوي.
د کابل په کاردان پوهنتون کې د سیاسي علومو د پوهنځي استاد جلال بازوان وایي: "د افغانستان پراخې طبیعي زیرمې لکه مس، لیتیم او نادرې قیمتي ډبرې د چین لپاره د پام وړ اقتصادي ظرفیت لري."
د دسمبر په میاشت کې، په بیجینګ کې د افغانستان د سفیر په توګه له ټاکل کیدو سمدستي وروسته، بلال کریمي د چین له دولتي شرکت ام سي سي سره د مس عینک د کان په اړه خبرې اترې پیل کړې. د کابل په ۴۰ کیلومترۍ کې پروت دا د نړۍ د مسو دویم تر ټولو ستر کان دی.
د ام سي سي شرکت په ۲۰۰۸ کې ددغه کان د شاوخوا ۳.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت مسو د استخراج حق ترلاسه کړ، خو د جګړې او ناامنیو په وجه دا پروژه نیمګړې پاتې شوې ده.
د عینک د مسو په کان کې د لرغونو بودايي اثارو کشف دا پروژه نوره هم پیچلې کړه.
د طالبانو د کانونو او پترولیم د وزارت ویاند همایون افغان وايي: "دا تاریخي اثار د افغانستان لپاره یوه کلتوري خزانه او د هویت برخه ده." د هغه دا نظر د طالبانو د لومړنۍ دورې د دریځ برعکس دی. طالبانو ۲۳ کاله وړاندې په خپله لومړنۍ واکمنۍ کې، د بامیانو بوتان غیراسلامي وبلل او هغه یې ویجاړ کړل.
چین د افغانستان د تیلو له ظرفیت سره هم علاقه ښودلې ده.
د کانونو وزارت وايي، د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په میاشت کې د دواړو خواوو ترمنځ د افغانستان په شمال لوېدیځ د امو د سیند په حوزه کې د نفتو د استخراج د یو زوړ قرارداد بیاکتنه وشوه، او په ۱۸ څاګانو کې د استخراج چارې په ګډه له سره پیل شوې.
افغان چارواکو ویلي، چینايي شرکتونه پلان لري چې په افغانستان کې د لمریزې انرژۍ په برخه کې نیم میلیارد ډالر پانګونه وکړي.
د ورېښمو نوې لار
د طالبانو د فواید عامې وزارت ویاند اشرف حقشناس وايي، په بدخشان کې د هغه ۳۰۰ کیلومتره اوږد سړک د جوړولو چارې روانې دي چې په بشپړېدلو سره به یې افغانستان په لومړي ځل د سړک له لارې له چین سره ونښلي.
دواړه هیوادونه یوازې ۷۶ کیلومتره ګډه پوله لري، او د دواړو خواوو ترمنخ کلنۍ سوداګري دا مهال د کاله ۱.۵ میلیارد ډالرو ته رسیږي، او تمه کیږي چې د نوي سړک د کار له بشپړېدو سره به د پام وړ زیاتوالی ومومي.
چین د خپلو پانګونو امنیت مهم بولي.
د ۲۰۲۲ کال په دسمبر کې، په کابل کې د چینايي اتباعو د اوسېدنې پر یو هوټل د داعش مرګاني برید بیجینګ ته ټکان ورکړل، او له طالبانو یې وغوښتل چې امنیت ښه کړي.
د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ، طالبان د خپلې واکمنۍ په لومړۍ دورې کې، د چین د اویغور د مسلمانانو د سلګونو وسله والو کوربه توب کاوه چې له هغه جملې څخه ۲۲ تنه د امریکا له خوا د نیول کېدو وروسته د څو کلونو دپاره په ګوانتانامو زندان کې بندیان وو. بیجینګ د دې ډلې له خوا ممکنه ګواښ ته اندیښمن دی.
بازوان وویل: "په ۲۰۲۱ کال کې، د چین-افغانستان له سرحدي سیمو څخه د اویغور وسله والو په زور ایستل کیدو راپورونه ورکړل شوي وو."
هغه زیاته کړه: "طالبانو چین ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د ګاونډیو پر ضد د تروریستي بریدونو لپاره نه کارول کیږي،" که څه ګاونډی پاکستان سرټکوي چې کابل پر خپلو ژمنو نه دی ولاړ.
په کابل کې د ارزان بیه چینايي محصولات بازار هم په غوړېدو دی. د کابل د چینايي بازار په دوو اته پوړیزو ودانیو کې ټول همدا محصولات پلورل کیږي. د یوې ودانۍ پر سر په سره رنګ چینایي خطاطۍ کې "یو کمربند او سړک" لیکل شوي، چې اشاره یې په مرکزي اسیا او نوره نړۍ کې د چین یوې سترې زیربنایي پروژې ته ده.
د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز (سیپک) پروژه کې د افغانستان د مدغم کیدو شونتیا هم ښودل شوې ده. ددې پروژې د ملا تیر په پاکستان کې له ختیځ څخه لویدیځ ته غځېدلی نږدې ۳۰۰۰ کیلومتره اوږد سرک دی چې چین د پاکستان د ګوادر بندر له لارې د عربو د سمندر سره نښلوي او د بیجینګ دپاره د ستراتیژیک ارزښت لرونکی بلل کیږي.
بازوان وویل، " د یو کمربند او یوې لارې د پروژې په اوږدو کې د افغانستان ستراتيژیک موقعیت دغه هېواد د یو خورا مهم شریک په توګه په ګوته کوي."
فورم \ دبحث خونه