د لاس رسي وړ اتصالات

امیرخان متقي د چین او پاکستان بهرنیو چارو وزیرانو سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته لاړ


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې ددغه وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی د پاکستاني او چینايي چارواکو سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی دی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل د جمعې په ورځ مۍ پنځمه (ثور ۱۵) رسنیو ته په یو ویډیوي پیغام کې ویلي، چې دا پلاوی به د پاکستاني چارواکو سره د افغانستان او پاکستان پر دوو اړخيزو سياسي - تجارتي اړيکو، سيمه‌ييز ثبات او ټرانزيټ هراړخيزې خبرې وکړي.

ښاغلي تکل ویلي: "د دې ترڅنګ به د هېواد د بهرنيو چارو وزير د افغانستان، چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو په شپږمه درې اړخیزه ناسته کې هم ګډون وکړي. په دې سفر کې به د افغانستان او چين د بهرنيو چارو وزيران دوې اړخيزې خبرې هم ولري".

ضیا احمد تکل پاکستان ته د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مولوي امير خان متقي په مشرۍ تللی پلاوی "يو جامع سياسي او تجارتي پلاوی" یاد کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ مۍ څلورمه (ثور ۱۴) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ټاکل شوې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست به د چین، افغانستان او پاکستان ترمنځ د بهرنیو چارو د وزیرانو په پنځمه نوبتي غونډه کې د ګډون لپاره د جمعې په ورځ د یو پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته لاړ شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي: "د دوه اړخیزو غونډو سربیره د بهرنیو چارو سرپرست وزیر به همدارنګه د مۍ په شپږمه د چین، پاکستان او افغانستان په پنځمه درې اړخیزه غونډه کې هم ګډون وکړي. د چین د بهرنیو چارو وزیر قیم ګینګ به هم په دغه درې اړخیزه غونډه کې برخه واخلي".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اسلام اباد ته د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر په مشرۍ د پلاوي د سفر هدف افغانستان سره د پاکستان د سیاسي بوختیاو د هڅو یوه برخه ګڼلې او ویلي دي، چې ددغو هڅو په لړ کې د تیر ۲۰۲۲ میلادي کال د نومبر په میاشت کې کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د دولت د وزیرې او د روان میلادي کال د فبرورۍ په میاشت کې ددغه هیواد د دفاع د وزیر په مشرۍ د پلاوو هم سفرونه کړي و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې اسلام اباد ته د طالبانو د حکومت ددِغه پلاوي د څلور ورځني سفر په ترڅ کې به د دواړو هیوادونو ترمنځ په سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، د سیمې په اتصال، سولې، امنیت او پوهنې اړوند مسلو هراړخیزې خبرې وشي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا یوې کمیټې د مۍ لومړۍ (غوایي ۱۱) وویل، چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي ته یې اجازه ورکړې چې راتلونکې اوونۍ پاکستان ته سفر وکړي او د دې هیواد او چین د بهرنیو چارو وزیرانو سره وګوري.

په یو لیک چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا هغې کمیټې ته استول شوی چې په طالبانو د دې شورا د بندیزونو مسؤلیت یې په غاړه دی، ویل شوي چې ښاغلي متقي ته د سفر کولو دا معافیت په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازولۍ غوښتی دی.

په غوښتنلیک کې ویل شوي چې ټاکل شوې امیر خان متقي د روانې مۍ میاشتې د شپږمې څخه تر نهمې نیټې پورې پاکستان ته په سفر ولاړ وشي.

په متقي باندې د یو شمیر نورو طالب چارواکو په ګډون د پخوا راهیسې د امنیت شورا لخوا د سفر کولو بندیزونه لګول شوي دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا تیره میاشت هم ښاغلي متقي ته اوزبیکستان ته د سفر کولو اجازه ورکړې وه چې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډې کې برخه واخلي.

د طالبانو د حکومت دغه پلاوی په داسې حال کې پاکستان ته سفر کوي، چې د همدې اونۍ په سر کې د قطر په پایتخت دوحه کې د ملګروملتونو د عمومي منشي په کوربتوب افغانستان لپاره د شلو هیوادونو ځانګړو استازو په یوه غونډه کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د حکومت د پریکړو سره مخالفت وښوده او ددغې ډلې څخه یې پر ښځو او نجونو د لګیدلو بندیزونو د لیرې کولو غوښتنه وکړه.

د طالبان حکومت په ۲۰۲۱ میلادي کال کې په افغانستان کې له بیا واک ته رسیدلو وروسته تر اوسه د هیڅ کوم هیواد له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی.

XS
SM
MD
LG