د لاس رسي وړ اتصالات

لاوروف: د نړیوالو ژمنو د عملي کیدو پرته روسیه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژني


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، چې د طالبانو له خوا د نړیوالې ټولنې د ژمنو د عملي کیدو پرته به مسکو د دغې ډلې حکومت په رسمیت ونه پیژني.

د روسیې د تاس خبري اژانس د راپور په اساس ښاغلي لاوروف د سه شنبې په ورځ اپریل ۲۵(ثورپنځم) نیویارک کې خبریالانو ته ویلي، چې مسکو دا ګڼي، چې طالبان یو " واقعیت" دی او لازمه ده، چې ورسره خبرې وشي.

خو دغه روسیې لوړپوړې دپلومات په ټینګار سره وویل:" مسکو د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژني ،مګر دا چې خپلو نړیوالو پیژندل شوو ژمنو ته یعنی د حکومتي بنسټونو ټولشموله کیدل، نه یوازې د قومي مفهوم له مخې، بلکې په سیاسي اړخ کې هم عمل وکړي".

همداشان د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون بشري حقونو ته درناوی د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو لپاره د نړیوالې ټولنې د نورو معیارونو په توګه یاد کړي دي.

د ټولشموله حکومت جوړیدل، د ښځو او نجونو حقونو او د قومي او مذهبي اقلیتونو حقونو ته درناوی د طالبانو د حکومت رسمیت پیژندلو لپاره د نړیوالې ټولنې له خوا د معیارونو په توګه ګڼل کیږي.

خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په پرله پسې ډول ویلي، چې د رسمیت پیژندلو لپاره یې ټول لازم شرایط بشپړ کړي دي.

همدا تیره اونۍ ښاغلي متقي د خوست په ولایت کې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي، چې حکومت یې د ډیرو هیوادونو د حکومتونو پرتله متوازن او متعادل دی.

ښاغلي متقي دې غونډې ته وویل، چې بهرنی سیاست یې د هیڅ کوم هیواد تر اغیز لاندې نه دی، یو خپلواک سیاست دی، چې د طالبانو د مشرتابه په لارښوونه پلی کیږي.

په ورته وخت کې د ښځو، نجونو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړې استازې میرمن رینا امیري ویلي، چې ډیر پیغامونه یې ترلاسه کړي، چې په کې د طالبانو د حکومت د رسمیت پيژندلو په اړه اندیښنې ښودل شوي دي. خو میرمن امیري دا نه دي ویلي، چې دا پیغامونه یې د چا څخه ترلاسه کړي دي.

میرمن امیري د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي:" مونږ (په خپل دریځ کې) په څرګند ډول پاتې کیږو د طالبانو سره عادي اړیکې به د ټولو افغانانو د حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو د رعایت کولو پرته ونلرو".

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویدانت پاټل د سه شنبې په ورځ اپریل ۲۵ (غوایي ۵) یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د طالبانو د سرپرستې ادارې په رسمیت پیژندل په بشپړه توګه له بحث څخه بهر دي.

ښاغلي پاټل دغه څرګندونې وروسته له هغه وکړې، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې آمنه محمد د اپرېل په ۱۷ مه د امریکا په پرنسټن پوهنتون کې په یو سیمینار کې له طالبانو سره د خبرو پر اړتیا ټینګار وکړ او وویل، چې د ملګرو ملتونو سازمان په راتلونکو ورځو کې د طالبانو د رسمیت پیژندلو په اړه د یو کنفرانس په جوړولو غور کوي.

ویدانت پاټل وویل چې هغه د دوحې او ویانا د کنفرانسونو کې د بحث پر مسایلو خبر نه دی، خو ټینګار یې وکړ چې متحده ایالاتو د طالبانو د هر ډول په رسمیت پیژندلو موضوع د "میز له مخ څخه لرې کړې ده.

پر افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنیدو څخه د نږدې شلو میاشتو په تیریدو تراوسه هیڅ کوم هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.

XS
SM
MD
LG