د لاس رسي وړ اتصالات

امینه محمد انتقادونو ته په ځواب کې: د افغان میرمنو حقونو خوندیوب لپاره زمونږ پیوستون ډیر ټینګ دی


د ملګروملتونو عمومي منشي مرستیاله امینه محمد (ارشیف)
د ملګروملتونو عمومي منشي مرستیاله امینه محمد (ارشیف)

د طالبانو د "رسمیت پیژندلو" په اړه د بحث لپاره د یوې غونډې د جوړیدو په هکله د ملګروملتونو د عمومي منشي مرستیالې میرمن امینه محمد وروستیو څرګندونو ته د پراخو غبرګونونو وروسته د ملګروملتونو دغې لوړپورې چارواکې ویلي، د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو د تامین لپاره یې پیوستون نه ماتیدونکی دی.

میرمن محمد د شنبې په ورځ اپریل ۲۲ ( ثور دوهم) د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې د ټولو هغو ښځو او نجونو په اړه فکر کوي، چې په خپلو ټولنو کې په اختر او یا هره ورځ خپل دیني اعتقادات نشي ترسره کولی.

میرمن محمد لیکلي: "زما زړه د ټولو هغو ښځو او نجونو سره دی، چې په خپلو ټولنو کې په اختر کې او هره ورځ په دې نه دی توانیدلي، چې خپل دیني اعتقادات ترسره کړي. ددې لپاره چې مونږ په ګډه په افغانستان کې د افغان میرمنو او نجونو د حقونو د خوندیوب لپاره کار کوو زمونږ پیوستون غیرمتزلزل دی".

میرمن محمد دا څرګندونې وروسته له هغې کړي، چې تیره اونۍ د ملګروملتونو دغې لوړپوړې چارواکي د طالبانو د "رسمیت پیژندلو" په سر د یو بحث لپاره د ملګروملتونو په نوښت د یوې غونډې د جوړولو خبر ورکړی و.

د ملګروملتونو عمومي منشي مرستیالې دغه څرګندونې د افغان سیاسیونو او مدني فعالانو ترڅنګ په نړیواله کچه د سختو غبرګونونو سره مخ شوې.

میرمن محمد د متحده ایالاتو په پریسټون پوهنتون کې یوې غونډې ته وویل، چې په یو نړیوال کنفرانس کې به د افغانستان لپاره د نړۍ د مختلفو هېوادونو ځانګړي استازي ګډون وکړي او د طالبانو د "رسمیت پېژندلو" په لور "کوچني ګامونه" به واخیستل شي.

میرمن محمد هیله وښوده، چې هغه واړه ګامونه "ومومي" چې د طالبانو د "رسمیت" پېژندنې په لوري یې بېرته وګرځوي، یوه "اصولي‌ پېژندنه". هغې زیاته کړې وه " ایا دا ممکنه ده؟ زه نه پوهیږم [خو] دا بحث باید وشي. طالبان په څرګند ډول په رسمیت پیژندل غواړي او دا وسیله زموږ په لاس کې ده".

د میرمن امینه محمد ددغو تازه څرګندونو سره سره لا هم د هغې د تیرې اونۍ څرګندونو ته غبرګونونه ښودل کیږي. ددغو غبرګونونو په لړ کې د هزاره توکمو نړیوالې شورا هم په یوه اعلامیه کې د ملګروملتونو له خوا د "طالبانو د رسمیت پیژندلو" لپاره د کنفرانس د جوړیدو د پریکړې سره د مخالفت لپاره په ټوله نړۍ کې د لاریونونو د ترتیبولو اعلان کړی دی.

دغې شورا ویلي، چې د افغانستان د نورو قومونو د بنسټونو سره یو ځای ددغه هیواد د اوسیدونکو د مدني ازادیو، د ښځو او نارینو سیاسي، ټولنیز او اقتصادي مشارکت او څنډې ته شوو قومونو د حقونو د خوندیتوب غوښتنه کوي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي:" د خلکو غوښتنو او غږ د اوچتولو لپاره ، د هزاره نړیواله شورا د ټولو عدالت غوښتونګو، بنسټونو، د ملي او نړیوالو موسسو او په ټوله نړۍ کې د افغانانو د فرهنګي، ټولنیزو او سیاسي شخصیتونو څخه غواړي، چې د لاریونونو او غونډو په ترتیبولو سره د ملګروملتونو، نړیوالو ټولنو او حکومتونو څخه وغواړو، چې زمونږ د خلکو غږ واوري او د اساسي حقونو خوندیتوب، خلکو د مدني ازادۍ او په راتلوونکي سیاسي نظام کې د خلکو ګډون لپاره زمینه برابره کړي".

خو د ملګروملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک د چهارشنبې په ورځ اپریل ۱۹ (وري ۳۰) د دغې ټولنې په مرکزي دفتر کې په خبري کنفرانس کې د طالبانو د رسمیت پېژندلو په اړه د ملګرو ملتونو د مرستیالې د وروستیو څرګندونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "په رسمیت پیژندل د [ملګرو ملتونو د] غړو هیوادونو کار دی. دا حقیقت د ملګرو ملتونو د منشور پر بنسټ ولاړ دی او په دې کې د پوښتنې هیڅ ځای نشته."

د ملګرو ملتونو ویاند ټینګار وکړ چې مېرمن محمد په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو لپاره د مبارزې مخکښه ده. دوجاریک د امینه محمد وروستیو څرګندونو ته په اشارې سره وویل: "هغې د افغانستان په اړه د یوې همغږې نړیوالې تګلارې پر اړتیا ټینګار کړی چې پکې د اوږدمهاله نظریاتو لپاره د ګډې زمینې موندل او د [طالبانو] اوسني حکومت چارواکو ته د یو واحد پیغام استول شامل دي چې افغانې ښځې باید د خپل حق له مخې د افغانستان په ټولنه کې ځای ولري."

د ملګرو ملتونو ویاند وویل، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتیرش په کوربه توب د تړلو دروازو ترشا غونډه به د مې په لومړۍ او دوهمه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شي، او د ګډون کوونکو هېوادونو استازي به پکې د خپلو ګډو موخو پراساس د افغانستان د وضعیت د یو باثباته حل لپاره خبرې وکړي.

طالبان د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته تراوسه د هیڅ کوم هیواد له خوا په رسمیت نه دي پیژندل شوي.

XS
SM
MD
LG