د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو امنیت شورا مشره: د افغانستان وضعیت کړکېچن او حل یې ګران دی


 پاسکال بیرسویل، په ملګرو ملتونو کې د سویس سفیره او د امنیت شورا نوبتي مشره
پاسکال بیرسویل، په ملګرو ملتونو کې د سویس سفیره او د امنیت شورا نوبتي مشره

په ملګرو ملتونو کې د سویس سفیره پاسکال بیرسویل چې هېواد یې تازه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نوبتي مشري پر غاړه اخیستې، وایي د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان وضعیت خورا کړکېچن او حل یې ستونزمن دی.

مېرمن بیرسویل، په داسې حال کې دا څرګندونې کړي چې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د افغانستان په اړه د قطر په پلازمینه دوحه کې غونډه د سه شنبې په ورځ مۍ دویمه (غویي ۱۲) پای ته ورسېده.

بیرسویل د افغانستان وضعیت ته په اشارې وویل چې هغوی "کومه معجزه يي حل لاره" نلري او زیاته یې کړه چې د دوحې غونډه ددغه وضعیت د مهارولو د څرنګوالي یوه بحث ته لاره پرانیزي.

نوموړې وویل: "امنیت شورا د افغانستان په اړه ډیره فعاله ده او توانیدلې ده چې درې ځله پرېکړه لیکونه صادر کړي. یو د ماموریت د غځیدو، دویم خپلواکه بیا کتنه، او د غندنې ډېر واضح غږ چې له طالبانو غواړي خپل فرمانونه بیرته واخلي."

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتیریش په مشرۍ د نړۍ د ګڼ شمیر هیوادونو استازي تازه د قطر په پلازمینه دوحه کې راغونډ شول چې د طالبانو له حکومت سره د نړیوالې ټولنې د چلند په اړه پر ګډ دریځ بحث وکړي.

د ملګرو ملتونو مقاماتو واضح کړې ده چې په دې غونډه کې د طالبانو په رسمیت پيژندنه نده څېړل شوې.

که څه هم د دوحې غونډې ته د طالبانو استازي نه وو وربلل شوي خو د طالبانو د دوحې د دفتر مشر سهیل شاهین وایي چې د بریتانیا او چین د پلایو له غړو سره یې لیدلي دي. نوموړي زیاته کړې چې په دې ملاقاتونو کې یې د نورو موضوعاتو تر څنګ د ملګرو ملتونو په غونډه او د تعامل په ارزښت خبري کړي دي.

بلخوا د طالبانو ویاند بلال کریمي وویل چې د افغانستان داخلي مسایلو ته باید له نړیوال تعامل او بشري مرستو سره ربط ورنکړل شي. کریمي وایي، که د اسلامي امارت استازي د دوحې په غونډه کې وای پایلې به یې ښې وې.

کریمي وایي حکومت یې غواړي چې د نړیوالې ټولنې سره اړیکې ولري خو زیاتوي: "یو شی چې موږ غواړو روښانه کړو هغه دا دی چې ټولنیزو مسایلو، د افغانستان د خلکو داخلي مسایلو ته باید له بشري مرستو، تعامل، رسمیت پيژندنې او نورو مواردو سره ربط ورنکړل شي، او دا مسایل باید د سیاسي وسیلې په توګه ونه کارول شي."

طالبان په داسې حال کې له نړیوالې ټولنې سره د مثبت تعامل غوښتنه کوي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوې کمیټې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي ته اجازه ورکړې چې راتلونکې اونۍ پاکستان ته سفر وکړي او د چین او پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو سره وګوري.

متقي او نور طالب مشران اوسمهال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د سفرونو له بندیز سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG