د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د حکومت یو پلاوی د یوه کمربند یوې لارې کنفرانس کې ګډون لپاره چین ته تللی


Thumbnail BRI project
Thumbnail BRI project

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې ددغه وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ یو پلاوی د یوه کمربند یوې لارې په درییم کنفرانس کې د ګډون لپاره چین ته تللی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت یوې سرچینې د دوشنبې د ورځې ناوخته اکتوبر۱۶(تلې ۲۴) امریکا غږ ته وویل، چې ددغه وزارت د سرپرست نورالدین عزیري په مشرۍ یو پلاوی تیره ورځ په دغه کنفرانس کې د ګډون لپاره له کابل څخه د چین پایتخت بیجینګ ته روان شوی دی.

د نړیوالو خبري اژانسونو د راپور له مخې د سه شنبې په ورځ د چین پایتخت بیجینګ کې د یوه کمربند یوې لارې په درییم کنفرانس کې د ګډون لپاره د نړۍ د یو شمېر هېوادونو مشران او د حکومتونو استازي له وړاندې بیجینګ ته رسیدلي دي.

دا دوه ورځینی کنفرانس به د اکتوبر په ۱۷ او ۱۸ د دوو ورځو لپاره جوړ شي.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد رسنیو ته په استولي ویډیوي پیغام کې ویلي، چې د طالبانو د حکومت پلاوی به په دغه کنفرانس کې د ګډون ترڅنګ د کنفرانس په څنډو کې چین او افغانستان ترمنځ د واخان دهلیز د پرانیستلو په لارو چارو هم خبرې وکړي.

ښاغلي جواد ویلي:" د صنعت او سوداګرۍ د وزارت سرپرست د یوه کمربند یوې لارې په غونډه کې د ګډون سربیره د واخان د کرویډور په اړه به هم خبرې وکړي، همدارنګه چین د صنعت په برخه کې د ښه پوهې او ټکنالوژۍ څخه هم برخمن دی، د صنعت او سوداګرۍ وزیر[وزارت سرپرست] د چیني پانګوالو څخه به هم وغواړي، چې افغانستان کې زیاته پانګونه وکړي".

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند ویلي، چې د چین سره د طالبانو د حکومت تعامل په ځانګړي ډول د یوه کمربند یوې لارې د پروژې په برخه کې ددغه حکومت د اساسي پروګرامونو څخه یو پروګرام دی.

هغه ویلي، چې چین هم افغانستان سره په دې برخه کې همکارۍ ته لیواله دی.

د ښاغلي جواد د وینا له مخې د یوه کمربند یوې لارې پروژه یوه سوداګریزه پروژه ده چې افغانستان د خلیج، منځني ختیځ او اروپايي هیوادونو ترمنځ د یوې لنډې لارې په توګه کولی شي په دې پروژه کې رغنده رول ولوبوي.

دمخه د بلومبرګ رسنۍ ویلي و، چې د طالبانو حکومت له چین او پاکستان سره هوکړه کړې چې د یوه کمربند او یوې لارې پروژه له افغانستان سره هم ونښلول شي.

د طالبانو حکومت په تیرو څه باندې دوو کلنو کې په افغانستان کې چینایانو د پانګونې لپاره ډیرې هڅې کړي دي، خو د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د مدیره پلاوي د غړي خان جان الکوزي د معلوماتو له مخې تراوسه چین په افغانستان کې د پام وړ پانګونه نه ده کړې.

ښاغلي الکوزي وویل:" چینايي پانګوال غواړي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او راځي ریسرج کوي مګر تراوسه پورې داسې قابل د ملاخظې وړ پانګونه دلته نه ده شوې، په څو وړو وړو پروژو کې د افغانانو سره شریک شوي دي، خو داسې پانګونه چې قابل د لمس وي نه ده شوې".

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد خبریالانو ته ویلي، چې اوس مهال د چین او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د راکړې ورکړې کچه یو ملیارد او ۱۶۵ میلیون ډالرو ته رسیږي، چې ددغو پیسو یوازې ۳۰ میلیونه یې د افغانستان څخه چین ته صادراتو پیسې دي.

ښاغلي جواد وویل:" چین د افغانستان په سوداګرۍ کې یو مهم هیواد په توګه ګڼل کیږي. همداشان زمونږ د سوداګریزو توکو د معرفي کیدلو لپاره چین ځانګړی اهمیت لري. چین سره زمونږ صادرات او واردات یو میلیارد او ۱۶۵ میلیون ډالرو ته رسیږي، چې ۳۰ میلیونه یې صادرات او یو میلیارد او ۱۳۵ میلیونه ډالر یې واردات دي".

چین د یوه کمربند، یوې لارې نوښت ۱۹ کاله دمخه اعلان کړی دی، خو تراوسه په پاکستان کې په دې پروژې باندې ډیرکم کارشوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG