د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو یو پلاوی د 'ټرانس همالیا فورم' کې د ګډون لپاره چین ته تللی


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د دغه وزارت د سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی د چین د حکومت په بلنه د "ټرانس هماليا فورم" درېیمه غونډه کې د ګډون لپاره دغه هیواد ته تللی دی.

ددغه وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل د سه شنبې په ورځ اکتوبر درییم ( تلې۱۱) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي: "په دغه فورم کې د هماليا د غرونو شاوخوا هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي همکاریو، سيمه‌ييز اتصال او ايکولوژيکي بدلونونو باندې بحثونه کېږي. د بهرنیو چارو وزیر او مل پلاوی به د دې فورم په څنګ کي د چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر او نورو هیوادو له استازو سره دوه جانبه ناستي هم ولري".

د ضیا احمد تکل د وینا له مخې د ښاغلي متقي سره په دې سفر کې د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت معين ډاکټر عبدالطيف نظري او د طالبانو د حکومت یو شمیر نور چارواکي هم شامل دي.

د طالبانو د حکومت دغه پلاوی په داسې حال کې د ټرانس هماليا فورم غونډه کې ګډون کوي، چې ددغه حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست په مشرۍ یو پلاوي د تیرې جمعې په ورځ سپټمبر۲۹( تلې اووم) د روسیې د فدراسیون د تاتارستان د جمهوریت د کازان په ښار کې د مسکو فارمټ پنځمې غونډې ته په وینا کې د چین د حکومت څخه له دې امله مننه کړې وه، چې د طالبانو حکومت ته یې نوی سفیر استولی دی.

د نړیوالو چارو یو کارپوه طارق فرهادي وايي، چې چین ته د متقي سفر د افغانستان لپاره یو مثبت قدم دی ځکه چې د دې خطر شته چې افغانستان به په بشپړ ډول د انزوا سره مخ شي.

ښاغلي فرهادي وویل: " کله چې د انزوا سره مخ کیږي په ترڅ کې يې ټولې بهرنۍ اړیکې یې پاکستان پرمخ بیايي دا یوی لوی خطر دی. ښه داده، چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر پخپله چین ته لاړ شي او د چین سره اړیکې د پاکستان له لارې پرمخ ونه بوځي."

دې وايي، چین د طالبانو د حکومت سره د اړیکو په برخه کې ځینې غوښتني هم لري، چې یوه یې په افغانستان کې د ختیځ ترکستان د وسله والو شتون دی، چې د ښاغلي فرهادي د وینا له مخې د طالبانو حکومت د دِغې ډلې وسله وال د چین سره د افغانستان له سرحد لیرو سیمو ته انتقال کړي دي.

ښاغلی فرهادي وايي، چې که څه هم چین طالبانو حکومت ته سفیر استولی خو لا یې هم په چین کې د طالبانو سفیر نه دی منلی او لا یې هم دا حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی ترڅو هیڅ کوم هیواد او نړیوال سازمان د دغې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.

نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت رسمیت پیزندلو لپاره په افغانستان کې د ښځو، نجونو، مذهبي او قومي اقلیتونو حقونو په ګډون بشري حقونو ته درناوی او د تروریستي ډلو سره د دغې ډلې د اړیکو د پرې کیدو شرطونه ایښي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG