د حماس یو چارواکي یکشنبه جنوري پنځمه ( مرغومي ۱۶) ویلي چې د اسرائیل سره د اوربند په هکله راتلونکي احتمالي تړون کې دا ډله د ۳۴ برمته شویو کسانو خوشې کیدو لپاره چمتو ده.
حماس دا اعلان وروسته تر هغه وکړ چې اسرائیل تیره ورځ تائید کړله په قطر کې د حماس ډلې سره د اوربند او برمته شویو کسانو خوشې کیدو پر سر د موافقې په هکله غیر مستقیمې خبرې پیل شوي.
د قطر، مصر او متحده ایالاتو منځګړي د څو میاشتو راهیسې په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ اوربند په خبرو کې منځګړتوب کوي خو پدې خبرو کې یو مهم خنډ دا دی چې اسرائیل په دایمي توګه اوربند کیدو باندې نه راضي کیږي.
اسرائیل د شنبې په ورځ پداسې حال کې د خبرو بیا پيل کیدل تائید کړل چې پدې تړانګې باندې د اسرائیلي ځواکونو په تازه بمباریو کې پدې تیرو دوو ورځو کې څه باندې ۵۰ تنه وژل شویدي.
سره لدې چې په قطر کې د خبرو جزیات لاندي په ډاګه شوي او نه هم پدې هکله څه ویل شوي چې تر دې دمه په کومو خبرو موافقه شوې خو د حماس چارواکي ویلي د هغه لیست له مخې چې اسرائیل دې ډلې ته وړاندې کړی، دوي چمتو دي چې د اوربند په لومړي پړاو کې ۳۴ برمته شوي کسان خوشې کړي.
ها خوا بیا د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نیتنیاهو دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي چې د حماس ډلې لا د هغو برمته شویو کسانو نومونه ندي په ډاګه کړي چې د موافقې له مخې به یې خوشې کړي.
خو بل پلو بیا د حماس دې چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مطبوعاتو ته ویلي چې د اوربند موافقې له مخې په لومړي پړاو کې به دا ډله ټولې میرمنې، ماشومان، د پاخه عمر کسان او ناروغان خوشې کړي.
دې چارواکي همدارنګه پرته لدې چې نور جزیات ورکړي، ویلي چې یو شمیر برمته شوي کسان مړه شوي او دا ډله لا ډیر وخت ته اړتیا لري چې ددې برمته شویو کسانو وضعیت معلوم کاندي.
دې چارواکي زیاته کړه، " حماس موافقه کړې چې ۳۴ بندیان خوشې کړي، مړه یا ژوندي. خو دا ډله د یوې اوونۍ آرامۍ ته اړتیا لري چې د بندي کوونکو سره وغږیږي او معلومه کړي چې څومره برمته شوي ژوندي دي او څومره یې مړه شوي".
د حماس ډله د برمته شویو کسانو خوشې کیدو په هکله دا خبرې داسې مهال کوي چې د یکشنبې په ورځ د غزې په تړانګې کې د اسرائیل په تازه بمباریو کې لږ تر لږه ۲۳ تنه وژل شوي.
د اسرائیل پوځ ویلي چې تر ۱۰۰ ډیر اهداف یې ویشتي دي. د حماس ډلې معلوماتو له مخې په تیرو دوو ورځو کې د اسرائیل په هوایي بریدونو کې ټول ټال ۸۸ تنه وژل شویدي.
په غزه کې جنګ وروسته له هغې پیل شو چې د حماس ډلې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوه پر اسرائیل باندې برید وکړ. د اسرائيل د چارواکو د معلوماتو په اساس په دغه برید کې ۱۲۰۸ کسان ووژل شول چې زیات شمېر یې ملکي وګړي و او دغه راز لسګونه کسان یرغمل شول.
اسرائيل د دغه برید په ځواب کې پر غزې باندې خپل غچ اخیستونکي بریدونه پیل کړل چې لا هم دوام لري. د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا وزارت شمیرې چې د ملګرو ملتونو لخوا هم تائید شوي ښيي چې په دغه بریدونو کې تر اوسه ۴۵زره او ۸۰۵ کسان وژل شوي دي. د وژل شویو کسانو لویه برخه غیر نظامیان دي.
فورم \ دبحث خونه