په غزې کې د روغتونونو کار کوونکي وایي چې جمعه جنوري درییمه ( مرغومي ۱۴) ددې تړانګې په مرکزې برخې کې د اسرائیل په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۳۰ تنه وژل شویدي.
د غزې ملکي دفاع ادارې ویاند، محود بصال د فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې د جمعې ورځ د غزې په مرکزې برخو کې د خلکو لپاره د اسرائیل پرله پسې بمباریو له کبله "سخته ورځ" وه او زیاته یې کړه چې په وژل شویو کې تر لسو ډیرې میرمنې او ماشومان شامل دي.
سره لدې چې د اسرائیل پوځ ویلي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې یې په غزې کې د حماس نږدې ۴۰ اهداف ویشتي دي او دا یې هم ویلي چې یو شمیر داسې اهداف هم ویشتل شوي چې تر دې وړاندې ترې د ښوونځیو په توګه کار اخیستل کیده.
خو د غزې ملکي دفاع ادارې ویاند د اسرائیل دا ادعاوې رد کړلې او د اسرائیل په پوځ یې تور ولګاوه چې د غزې په شمال کې د بیت الحیا په سیمې کې اندونیزیایي روغتون کې په لسګونو د روغتون مامورینو، ناروغانو او ټپي شویو کسانو ته د خوراکي موادو او څښاک اوبو د ورتګ مخه یې نیولې.
ښاغلي بصال د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې لدې روغتون څخه د پنجشبنې ورځې راهیسې د وارخطایۍ زنګونه وهل کیږي او زیاته یې کړه چې دا روغتون اوس مهال "یوازې د خاورو خځلو په ډیرۍ او دیوالونو" بدل شوی.
خو د اسرائیل پوځ بیا ویلي چې پدې روغتون یې هوایي بمبارۍ ندي کړي او دا یې هم ویلي چې د روغتون تخلیې کولو ته اړتیا نشته او دا چې دې روغتون ته د بشري مرستو رسولو لپاره یې د روغتون مسؤلنیو سره خبرې پیل کړیدي.
په غزې کې دا کسان داسې مهال وژل شوي چې د حماس ډلې ویلی د اسرائیل سره د اوربند کیدو لپاره به غیرې مستقیمې خبرې بیا پیل شي.
د قطر، مصر او متحده ایالاتو منځګړي د څو میاشتو راهیسې په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ اوربند په خبرو کې منځګړتوب کوي خو پدې خبرو کې یو مهم خنډ دا دی چې اسرائیل په دایمي توګه اوربند کیدو باندې نه راضي کیږي.
فورم \ دبحث خونه