د لاس رسي وړ اتصالات

د غزې د کډوالو په یو کمپ کې درې فلسطیني ماشومان سړې هوا مړه کړي


د غزې یوه کورنۍ
د غزې یوه کورنۍ

د غزې د روغتیا وزارت د ډسمبر په ۲۵ (مرغومي ۵) وویل چې تېره شپه د فلسطیني بې ځایه شویو په کمپ کې د سړې هوا له امله یوه ماشومه مړه شوې ده.

په غزه کې روغتیايي چارواکو ویلي دي چې دا په وروستیو ورځو کې دریم ماشوم دی چې د سړې هوا له امله مري.

د سیلا په نامه ددغې مړې شوې ماشومې پلار محمود الفصیح اسوشیټیډ پریس ته وویل چې هغه خپله لور د بیځایه شویو په المواصی کمپ کې د شپې په خیمه کې دننه په کمپله کې پیچلې وه چې ګرمه پاته شي.

هغه وويل: "تېره شپه ډېره يخني وه، حتی موږ چې لویان یو هم نشوای کولای زغم وکړو او ځان ګرم وساتو. سيلا د شپې درې ځله له خوبه پاڅېده او ژړل يې، او چې سهار شو، بدن يې د لرګي په څېر سخت شوی و."

د سیلا مور نریمان سي ان ان تلویزوني شبکې ته وویل، هغې هڅه وکړه چې خپله لور ګرمه وساتي، خو هغې سره اضافي جامې نه وې او هوا د سانتي ګراد نهه درجې وه او د دوی خیمې نشي کولی د باد مخه ونیسي.

هغې زیاته کړه: "لور مو روغتون ته ورسوله، خو هغه د یخنۍ له امله مړه شوه."

د ناصرشهر خان یونس روغتون د ماشومانو د څانګې مشر ډاکټر احمد الفره تائید کړه چې په تېرو دوو ورځو کې درې ماشومان چې عمرونه یې له یوې میاشتې کم وو د بدن د حرارت د کمیدو له امله مړه شوي دي.

د اسوشیېټډ پرېس د راپور له مخې، په ډسمبر میاشت کې اسرائیل غزې ته هره ورځ په اوسط ډول د بشري مرستو ۱۳۰ لاریو ته د ننوتلو اجازه ورکوي، په داسې حال کې چې په اکتوبر او نومبر کې د دغو لاریو شمېر شاوخوا ۷۰ ته رسېده.

تر دې وړاندې د بخښنې نړیوال سازمان په یو راپور کې ویلي وو چې د اکتوبر د اوومې نېټې له برید څو ورځې وروسته اسرائیل د برېښنا، اوبو او ګازو د پرې کولو په شعار سره غزه محاصره کړه او له هغه وخت راهیسې یې غزې ته د محدودو مرستو د ننوتلو اجازه ورکړې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان په دغه راپور کې ویلي، چې فلسطینیان د «خوارځواکۍ، لوږې او ناروغیو» او "حساب شوې تدریجي مړینې" سره مخامخ دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG