د غزې ملکي دفاع ادارې یکشنبه ډسمبر ۲۲ ( مرغومي دویمه) ویلي چې د دې تړانګې په بیلا بیلو برخو کې د اسرائیل په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۳۵ تنه وژل شویدي.
سره لدې چې د غزې ملکې دفاع ادارې ویاند محمود بصال ویلي چې د اسرائیل پدې هوایي بریدونو کې اکثریت وژل شوي عام خلک دي خو د اسرائیل پوځ بیا ویلي چې د اسلامي جهاد وسله وال یې په نښه کړي و.
ښاغلي بصال ویلي چې یو برید د غزې په مرکزي برخې کې د دیر البلح په سیمې کې یو کور باندې وشو.
د فرانس پریس خبري اژانس یو خبریال چې په سیمې کې موجود و، وایي چې د سیمې اوسیدونکي د خاورو خزلو د لاندې څخه د ژوندي پاتې شویو پسې ګرځیدل.
په غزې کې دا کسان داسې مهال وژل شوي چې حماس او دوو نورو فلسطیني وسله والو ډلو په یوې نادرې ګډې اعلامیې کې ویلي چې د اسرائیل – حماس تر منځ جګړې پای ته رسیدو لپاره د موافقې نیټه تر بل هر وخت ډیره نږدې شوې.
د بشري حقونو د څار سازمان اسرائیل په غزه کې د حماس په وړاندې په ۱۴ میاشتنۍ جګړه کې د "نسل وژنې" او "توکمیزې پاکونې" تورن کړی خو اسرائیل دا تورونه "درواغ" ګڼلي او رد کړي یې دي.
په نیویارک کې میشت د بشري حقونو د څار دغه سازمان په یوه راپور کې ویلي چې اسرائیلي مقاماتو "په قصدي ډول" په غزه کې اوبو ته د فلسطیني اتباعو لاسرسی محدود کړی، چې "ښایي د زرګونو خلکو د مړینې لامل شوي وي ... او احتمال لري چې د لا زیاتو مړینو لامل شي."
د حماس ډلې د تېر کال د اکټوبر په اوومه د اسرائیل پر جنوبي سیمو برید وکړ او د اسرائیلي چارواکو په وینا شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل.
اسرائیل له دغه برید وروسته په غزه کې د حماس پر ضد غچ اخیستونکي بریدونه پیل کړي، چې د فلسطین د روغتیایی چارواکو په وینا، تر اوسه یې څه دپاسه ۴۵۱۲۹ کسان وژلي چې اکثر یې ښځې او ماشومان دي.
فورم \ دبحث خونه