د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل کې د برمته شویو کسانو خوشې کیدو لپاره لسګونو زرو کسانو مظاهرې کړې


د اسرائیل تر ټولو په ستر ښار تل ابیب کې شنبه ډسمبر ۱۴ ( لیدۍ ۲۴) لسګونه زره کسان لارو کوڅو ته راوتلي و او د پاتې برمته شویو کسانو خوشې کیدو لپاره یې د موافقې غوښتنه کوله.

مظاهره چیانو چې د یو شمیر د کورنیو غړي یې لا هم په غزې کې برمته دي، پداسې حال کې د اسرائیل د حکومت څخه د حماس ډلې سره د اوربند او برمته شویو کسانو خوشې کیدو لپاره د موافقې غوښتنه کوله چې څه باندې ۱۴ میاشتې کیږي په غزې کې د اسرائیل – حماس جګړه روانه ده.

د اتزیک هارن په نامه یو مظاهره کوونکي چې دوه زامن یې لا هم په غزې کې د حماس ډلې سره برمته دي، د فرانس پریس خبري اژانس ته وویل ، "جګړه ختمه کړئ. د اقدام وخت رارسیدلی او د دې وخت رارسیدلی چې ټول باید کور ته راوستل شي".

سره لدې چې متحده ایالات د قطر او مصر سره په ګډه د میاشتو راهیسې په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ د اوربند کیدو او برمته شویو کسانو خوشې کیدو لپاره موافقې باندې کار کوي خو لا هم پدې برخې کې د پام وړ پرمختګ ندی شوی.

پدې تیرو څو اوونیو کې یو ځل بیا د اوربند کیدو لپاره هیله مندي ډیره شوې.

قطر چې په خبرو کې یو مهم منځګړی دی تیره اوونۍ یې ویلي و چې په خبرو کې تازه خوځښت پیدا شوی خو نور جزیات یې نه و ورکړي.

ها خوا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د شنبې په ورځ په اردن کې وویل چې د موافقي نهایي کیدو لپاره وخت نږدې شوی.

د مصر جمهور رئیس عبدالفتاح السیسي هم د شنبې په ورځ د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا سلاکار جیک سلیوان او د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړي استازي بریت مک ګورک سره کتلي دي.

د السیسي دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي چې پدې لیدنې کې په غزې کې د اوربند او برمته شویو کسانو خوشې کیدو په هکله د موافقې په هلو ځلو خبرې شوي.

په غزه کې جنګ د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې پر اسرائیل باندې د حماس له برید وروسته پیل شو. د اسرائيل د چارواکو په وینا د حماس په دې برید کې ۱۲۰۸ اسرائیلیان چې اکثره یې غیرنظامیان و ووژل شول.

د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت د شمېرو په اساس چې ملګري ملتونه یې د باور وړ ګڼي تر اوسه لږ تر لږه ۴۴۹۳۰ کسان د اسرائيل په ځوابي بریدونو کې وژل شوي دي چې لویه برخه یې عام وګړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG