د اسرائیل پوځ وایي درې سرتیري یې دوشنبه ډسمبر ۲۳ ( مرغومي ۲۳) د غزې په شمال کې په جګړې کې وژل شویدي.
د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې دې سرتیرو په سیمه کې د حماس وسله والو پاکولو لپاره عملیات کول.
په اعلامیې کې نور جزیات ندي ورکړل شوي او یوازې دا یادونه پکې شوې چې دوه وژل شوي سرتیري ۲۱ کلن او دریم یې ۲۲ کلن و او د غزې په شمال کې په جګړې کې وژل شوي.
د دې سرتیرو په وژل کیدو سره د تیر کال اکټوبر میاشتې راهیسې چې د اسرائیل پوځ په غزې ځمکنی یرغل کړی، د اسرائیل د وژل شویو سرتیرو شمیر ۳۸۹ ته ورسید.
د روان میلادي کال د اکټوبر په میاشت کې د اسرائیل یو جګپوړی قوماندان هم په غزې کې ووژل شو.
د اسرائیل د پوځ ویاند دانیال هګاري په خبري کنفرانس کې ویلي و چې وژل شوی جګپوړی افسر د ۴۰۱ لوا قوماندان ، ډګروال احسن داکسا و چې د غزې جبالیا کې هغه وخت په چاودنې کې ووژل شو چې له ټانک څخه د باندې ووت.
هګاري همدارنګه ویلي و چې پدې چاودنې کې د کنډک یو قوماندان او دوه نور افسران برسیرن ټپي شوي و.
د حماس ډلې د تېر کال د اکټوبر په اوومه د اسرائیل پر جنوبي سیمو برید وکړ او د اسرائیلي چارواکو په وینا شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل.
اسرائیل له دغه برید وروسته په غزه کې د حماس پر ضد غچ اخیستونکي بریدونه پیل کړي، چې د فلسطین د روغتیایی چارواکو په وینا، تر اوسه یې څه دپاسه ۴۵۱۲۹ کسان وژلي چې اکثر یې ښځې او ماشومان دي.
فورم \ دبحث خونه