د لاس رسي وړ اتصالات

لاس ویګاس کې د ټرمپ د هوټل مخې ته د 'سایبر ټرک' چاودنې کې یو تن ووژل شو


د ټرمپ‌د هوټل مخې ته چاودنه
د ټرمپ‌د هوټل مخې ته چاودنه

د متحدو ایالتونو د نوادا ایالت د لاس ویګاس په ښار کې پولیس وايي چې د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نړیوال هوټل مخې ته د تسلا شرکت د 'سایبرټرک' د چاودنې له کبله یو تن وژل شوی دی.

د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن وايي چې مقامات په نیو اورلینس کې د سایبر ټرک د چاودنې او برید ترمنځ د اړیکې په اړه تحقیقات کوي.

د لاس ویګاس یو پولیس چارواکي کیفن مکماهل خبریالانو ته د جزیاتو له ورکولو پرته ویلي: «دغه برېښنايي موټر د ټرمپ د هوټل د دخولي دروازې مخې ته ودرېده او بیا چاودنه وشوه.»

په خپرو شویو ویدیوګانو کې ښودل کېږي چې لومړی دا برېښنايي موټر اور اخیستی او بیا چاودنه شوې ده. مکماهل وویل چې وژل شوی کس د چاودنې په مهال په موټر کې دننه و او همدغه راز په دې پېښې کې اووه تنه نور لږ ژوبل شوي دي.

ترهګریز عمل

د تسلا شرکت مشر ایلن ماسک ویلي دي ښکاري چې دا چاودنه «یو ترهګریز عمل» وي.

نوموړي د خپلې ټولنیزې شبکې ایکس په حساب کې لیکلي دي: «د ځانمرګي برید دا دواړه موټرونه سایبر ټرک او اف-۱۵۰(پيک اب) په نیواورلین کې د تورو له شرکت څخه په کرایه اخیستل شوي وو.»

ایلن ماسک ویلي دي چې د شرکت یوه ډله یې په تحقیق بوخته ده او تر دې مخکې «هېڅکله هم داسې کومه پېښه نه وه» شوې.

سپینه ماڼۍ وايي چې ولسمشر جوبايډن ته د دې پېښې په اړه معلومات ورکړل شوي‌ او هغه خپل ټیم ته لارښوونه کړې ده چې د اړتیا په مهال د فدرال مرستې برابرې کړې.

تر دې مخکې په همدې ورځ د لویزیانا په ایالت کې چارواکو وویل چې د یو «پیک اپ» موټر چلوونکي قصدآ یو شمېر خلک په موټر ووهل چې لږ تر لږه لس تنه یې ووژل شو او ۳۰ نور ژوبل شول. دا پېښه په نیواورلین کې شوې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG