په خیبر پښتونخوا کې مقامات وايي چې د کرم ولسوالۍ سني او شیعه ډلو له خونړیو جګړو وروسته د جګړې په ختمېدو توافق کړی دی.
د خیبرپښتونخوا ویاند وویل چې دا توافق د قومي مشرانو له منځګړتوب وروسته شوی دی. د دوی ترمنځ په شخړو کې سلګونه کسان ووژل شول او ژوبل شول.
ویاند محمد علي سیف په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي: «دواړو موافقه کړې ده چې خپلې پوستې ورانې کړې او درنې وسلې چارواکو ته وسپاري.» نوموړي وویل که هر اړخ له تړون څخه سرغړونه وکړه، د قومي اصولو په اساس به سزا ورکړل شي.
د دوی ترمنځ شخړې د نومبر په ۲۱مه نېټه له هغه وروسته پیل شوه، چې وسله والو د شیعه ګانو په یو کاروان برید وکړ او ۵۲ تنه یې ووژل. که څه هم کومې ډلې د دغه برید مسئولیت ونه مانه، خو شیعه ډلو په سنیانو باندې بریدونه وکړل، جګړه پیل شوه او په پایله کې ۱۳۳ تنه ووژل او ۱۷۷ نور ژوبل شول.
دواړو خواو د حکومت په منځګړتوب د سولې خبرې وکړې او په تړون توافق کړی، خو جګړه په بشپړ ډول بنده شوې نه وه. سیف وویل چې د دغه تړون څخه وروسته لار بېرته پرانیستل شوې او تګ راتګ له شنبې وروسته پيل کېږي.
پولیس هڅه کوي چې د کرمې سیمې تر کنترول لاندې راولي، دا قبایلي سیمې مخکې د فدرال حکومت تر کنترول لاندې وې او په ۲۰۱۸ کال د خیبرپښتونخوا ایالت سره ونښلول شوې.
د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون وايي چې د جولاۍ له میاشتې تر اکتوبر پورې په فرقه يي شخړو کې ۷۹ تنه وژل شوي.
فورم \ دبحث خونه