د لاس رسي وړ اتصالات

ایراني چارواکي: شاوخوا ۵۴۰۰ افغان کډوال ایران کې بندیان دي


د ایران یو زندان
د ایران یو زندان

د ایران د کورنیو چارو وزارت او د قضایه قوې چارواکو ویلي چې اوس مهال ددغه هیواد په زندانونو کې د مختلفو جرمنو ترسره کولو له امله ۵۳۹۹ افغانان بندیان دي.

د ایران د ایسنا خبري اژانس ددغه هیواد قضایه قوې د نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریب ابادي له قوله ویلي چې ددغه هیواد په زندانونو کې د پرتو ټولو بندیانو ۹۵ فیصده یې افغانان دي.

هغه ویلي: "د شرایطو وړ محکوم شویو بندیانو د انتقال لپاره لازم چمتوالی د دواړخیزې موافقې [افغانستان سره] د ترسره کیدو په حال دی او هیله لرو چې سږکال به پایلې ته ورسیږي".

د ایران د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دغه شمیر افغانان د نشه يي توکو، غلا، د اشخاصو پر وړاندې جرمونو، له سرحد څخه غیرقانوني داخلیدلو، د عمومي عفت پر وړاندې د جرمونو، د ملکیت او امنیت پر وړاندې د جرمونو د ترسره کیدو له امله بندیان شوي دي.

ددغه وزارت د معلوماتو پر اساس افغان بندیان تر ډیره د تهران، خراسان رضوي، اصفهان، یزد، فارس، کرمان، یستان او بلوچستان، البرز، قم، جنوبي خراسان او سمنان په زندانونو کې د خپل بند موده تیروي.

خو د ایران د کورنیو چارو وزارت د هغو بندي افغانانو په اړه څه نه دي ویلي چې لا هم یې دوسیې نه دي بشپړې شوې او یا هم د اعدام د سزا سره مخ دي او ددغه هیواد په زندانونو کې ورځې شپې سبا کوي.

د ایران قضایه قوې د مرستیال په مشرۍ یو پلاوي د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ ۲۰ (مرغومې ۳۰) کابل ته د سفر پرمهال د طالبانو د حکومت د چارواکو سره د ایران په زندانونو کې د افغان بندیانو د وضعیت، د ایران او افغانستان ترمنځ د بندیانو د سپارلو د موافقې او په دغه هیواد کې د میشتو افغان کډوالو په ستونزو خبرې کړې وې.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل ددغو خبرو په اړه رسنیو ته ویلي وو چې د دواړه هیوادونو تر منځ د زندانیانو ستونزو د هواریدو، د زندانیانو د استرداد د موافقتنامې پلي کولو، په اعدام محکوم شویو افغانانو ته د بدیلو میکانیزمونو پیداکولو او د افغان مهاجرینو اړوند حقوقي او جنایي برخو کې له یو بل سره د همکاریو ترسره کولو مفصلې خبرې وشوې.

ضیا احمد تکل ویلي چې په دې کتنه کې امیرخان متقي په ایران کې د افغان بندیانو د وضعیت د ارزونې په موخه د افغانستان د سیاسي او قونسلي استازولیو له خوا له زندانیانو سره د کتلو او په دغه هیواد کې د بندي افغانانو ستونزو ته د لاسرسي د زمینې مساعدولو غوښتنه هم کړې ده.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویاند د څرګندونو له مخې د ایران د قضایه قوې مرستیال غریب ابادي د دې غوښتنې په اړه ویلي: "موږ په دې برخه کې خوراجدي موقف لرو او د لازمې همغږۍ او معلوماتو شریکولو په مرسته به په راتلونکې کې لازم اقدامات ترسره شي".

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا کابل ته د کاظم غریب‌ ابادي په مشرۍ د پلاوي د سفر په اړه ویلي وو چې "دواړو خواو په دې کتنه کې... د یو لړ موضوعاتو په اړه لکه تروریزم او د تکفیري ډلو سره د کلکې مبارزې او په دې برخه کې د ګډې قضایې کمیټې جوړیدل، افغانستان ته د ایران د قضایي تجربو انتقال، د محکومو شویو انتقال او د مجرمانو د استرداد اړوند مسلو خبرې کړي دي".

د روان ۲۰۲۴ کال د جولاۍ په دوېیمه په ناروې کې میشت د ایران د بشري حقونو یو سازمان وویل چې دوه تنه افغان وګړي د شیراز په زندان کې اعدام شوي دي.

دغه سازمان ویلي چې دغه دوه کسان، علي‌الله بخش او افضل‌الله بخش نومېدل او یکشنبه د شیراز په عادل آباد زندان کې اعدام شوي دي.

علي او افضل نږدې درې کاله وړاندې د مخدره موادو اړوند جرمونو په تړاو بندیان شوي وو.

ددې دمخه په ناروې کې د ایران د بشري حقونو بنسټ ویلي و چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په ایران کې د افغان بندیانو د اعدامولو بهیر چټک شوی دی.

ددغه بنسټ رئیس محمود امیري مقدم د جون په ۲۰( جوزا ۳۱) ازادۍ راډیو ته ویلي وو چې د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو پنځه میاشتو کې د تیر ۲۰۲۳ کال د همدې مودې پرتله په ایران کې د افغان بندیانو د اعدامولو شمیر ۵۰ فیصده زیات شوی دی.

په ناروې او پاریس کې میشت د ایران د بشري حقونو سازمان دفترونو په جلا اعلامیو کې کې ویلي چې د دایران حکومت د ۲۰۲۴ کال له پیل څخه تراوسه د دوو ښځو او دوو تنکیو ځوانانو په ګډون ۸۳ کسان اعدام کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG