د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: متحده عربي اماراتو له زندانونو څخه لسګونه افغان بندیان خوشې کیږي


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې ددغه وزارت د هڅو په پایله کې متحده عربي اماراتو په دغه هیواد کې د ۴۲ افغان بندیانو د خوشې کیدو پریکړه کړې ده.

دغه وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل د پنجشنبې په ورځ مۍ نهم ( ثور۲۰) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې دا شمیر افغانان د متحده عربي اماراتو په زندانونو کې په بیلابیلو جرمونو بندیان و.

ښاغلي تکل لیکلي:" د متحده عربي اماراتو د حکومت د مشرتابه د عفوې له فرمان څخه برخمن شوي چې یو تعداد یې آزاد او پاتې کسان به په نېژدې راتلونکې کې آزاد شي."

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت دا نه دي ویلي چې اوس مهال د متحده عربي اماراتو په زندانونو کې څومره نور افغانان بندیان دي.

په تیرو شاوخوا دوه لسیزو کې په زرګونو افغانانو متحده عربي اماراتو ته تللي دي او په دغه هیواد کې په کاروبار بوخت دي.

دمخه د دغه هیواد په زندانونو کې د ۲۴۰۰ افغان بندیانو په اړه راپورونه ورکړل شوي وو.

د ایران په زندانونو کې د افغان بندیانو اعدامول

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د متحده عربي اماراتو له زندانونو څخه د ۴۲ افغانانود خوشې کیدو په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د 'حال وش' (HAALVSH) په نوم یو سازمان چې اکثره د ایران د سیستان او بلوچستان په ولایت کې د بشري وضعیت په اړه په انلین بڼه معلومات خپروي په دغه هیواد کې د نشه يي توکو په تړاو د یو افغان وګړي د اعدام خبر ورکړی دی.

دغه سازمان ویلي چې د فراه ولایت د لاش جوین ولسوالۍ اوسیدونکي خان محمد اسحاقزي ته د اعدام سزا د چهارشنبې د ورځې ناوخته د مۍ اتم ( ثور۱۹) د کرمان په زندان کې له مخکینۍ خبرتیا او له کورنۍ سره یې د وروستۍ لیدنې پرته ورکړل شوې ده.

حال وش سازمان په خپله انټرنیټي پاڼه لیکلي چې ۴۰ کلن اسحاقزی په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د مخدره موادو په تړاو نیول شوی او د ایران د سمنان ښار د انقلابي محکمې له خوا په اعدام محکوم شوی و. دغه سازمان ویلي چې اسحاقزی متاهل او د پنځو اولادونو پلار و.

د هه"نګاو په نوم د ایران د بشري حقونو یو بل سازمان ویلي چې ایران یوازې د روان ۲۰۲۴ کال د اپریل په میاشت کې ۷۷ کسان اعدام کړي دي. دغه سازمان ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې د ایران په زندانونو کې ۱۴ افغانان اعدام شوي دي.

د ایران په زندانونو کې د افغان بندیانو دقیق شمیر څرګند نه دی د ۱۹۹۹ لمریز کال د قوس په میاشت کې د پخواني جمهوري رژیم د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي ویلي و، چې په ایران کې ۲۰ زره افغانان بندیان دي.

کابل کې د ایران پخواني سفیر هم هغه مهال ویلي و، چې د شلو زرو افغان بندیانو څخه د ۶۰۰ دوسیې بشپړې شوي او د افغانستان حکومت ته د سپارلو لپاره چمتو شوي دي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل د تیر ۲۰۲۳ کال د سپټمبر درییم ( وږي ۱۲) ویلي چې په ایران کې د اعدام د سزا سره د مخ افغان بندیانو شمیر ۲۰۰ تنو ته رسیږي.

ضیا احمد تکل ویلي و، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د یو تفاهم له مخې ایران په دې موافقه کړې، چې په دغه شمیر افغانانو باندې به د اعدام سزا نه پلې کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG