د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د ټسټ (پنځه ورځو) لوبه د دوشنبې په ورځ ډسمبر ۳۰ (مرغومې ۱۰) مساوي او بې نتیجې پای ته ورسېده.
افغانستان د خپل کرکټ په تاریخ کې او په ځانګړي ډول په ټست لوبو کې په یوې پاڼۍ کې تر ټولو ډېرې ۶۹۹ منډې وکړې. زمبابوې په لومړۍ پاڼۍ کې ۵۸۶ منډې کړې وې، خو په دویمې پاڼۍ کې باران لوبه ګډوډه وکړه او بالاخره پنځه ورځې پوره شوې او لوبه مساوي اعلان شوه.
د لوبې غوره لوبغاړی د افغان لوبډلې کپتان حشمت شهیدي و چې ۲۴۶ منډې یې وکړې. د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې دا په ټست سیالیو کې په يوې پاڼۍ کې د یو افغان لوبغاړي له لوري تر ټولو ډېرې منډې دي.
دا په پنځو ورځنیو لوبو کې د حشمت الله شهیدي دویمه غبرګه سلیزه وه، لومړۍ یې هم څو کاله مخکې د زمبابوې په مقابل لوبې کې کړې وه.
بل افغان لوبغاړي رحمت شاه هم په لومړي ځل په ټست سیالیو کې غبرګه سلیزه وکړه، دی دویم افغان لوبغاړی شو چې په دا ډول سیالیو کې تر ۲۰۰ ورپورته منډې کوي.
د افغانستان بل لوبغاړي افسر ځاځي هم په لومړي ځل په ټست لوبو کې سلیزه وکړه.
د افغانستان او زمبابوې ترمنځ په دغې لوبې کې د دواړو لوبډلو شپږو لوبغاړو سلیزې وکړې.
د زمبابوې کپتان کرایک ایرون، شان ویلیمس او براین بینیټ سلیزې وکړې.
په پنځو ورځنیو لوبو کې هره لوبډلې دوه ځلې توپ وهنه او توپ اچوونه کوي. افغانستان د زمبابوې د ۵۸۶ منډو په ځواب کې شاوخوا دوې ورځې توپ وهنه وکړه او ۶۹۹ منډې یې وکړې.
زمبابوې په دویمې پاڼۍ کې ۱۲۴ منډې وکړې او څلور لوبغاړي یې وسوځېدل، خو لوبې ته ټاکل شوې پنځه ورځې پوره شوې، زمبابوې خپله دویمه پاڼۍ تمامه نه شوه کړای او افغانستان ته د دویمي پاڼۍ وار هم ونه رسېده؛ له همدې کبله دا پنځه ورځنۍ لوبه مساوي پای ته ورسېده.
د افغانستان او زمبابوې ترمنځ دویمه ټست لوبه د جنورۍ په درېیمه نېټه پیل کېږي. افغانستان تر ټست لوبو مخکې له زمبابوې څخه د شل اوریزو او یوې ورځنیو لوبو لړۍ وګټلې.
فورم \ دبحث خونه