د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د ډیورنډ کرښې څخه د ټي ټي پي وسله والو د انتقال لپاره له اسلام اباد څخه د پیسو غوښتنه رد کړې


د پاکستان له خوا د افغانستان د پکتیکا د ولایت کې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر د میاشتې وروستیو کې د بمباریو وروسته د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې یو ځل بیا خرابې شوي دي.
د پاکستان له خوا د افغانستان د پکتیکا د ولایت کې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر د میاشتې وروستیو کې د بمباریو وروسته د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې یو ځل بیا خرابې شوي دي.

د طالبانو حکومت د ډیورنډ د کرښې له نږدې سیمو څخه د افغانستان دننه نورو سیمو ته د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي د ډلې د وسیله والو د انتقالولو او بیا مشتیدو لپاره له اسلام اباد څخه د شاوخوا ۳۶ میلیونو ډالرو د بودیجې د غوښتنې په اړه د پاکستان د دفاع وزیر ادعا رد کړې ده.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په یو غږیږ پیغام کې چې د امید راډیو په نوم د طالبانو پلوي راډیو له خوا د پنجشنبې په ورځ جنورۍ دوېیم (مرغومې ۱۳) د ایکس په پاڼه خپور شوی ویلي چې نه پوهیږي پاکستاني چارواکي دغسې ادعاوې د کوم هدف لپاره مطرح کوي.

هغه ویلي: "مونږ دا ادعا ردوو اسلامي امارت [طالبانو حکومت] له پاکستان څخه داسې کومه غوښتنه نه ده کړې، د تاسف ځای دی چې د پاکستان د لوړې کچې چارواکي د کومو موخو لپاره دغسې ادعاوې کوي".

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف ویلي چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ډیورنډ د کرښې له نږدې سیمو څخه د افغانستان نورو لیرو پرتو سیمو ته د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" د وسله والو د انتقالولواو بیا میشنیدو لپاره له اسلام اباد څخه لس میلیارډ روپیو چې شاوخوا ۳۶ میلیونه ډالر کیږي، بودیجه غوښتې وه.

د پاکستان د دفاع وزیر د چهارشنبې په شپه جنورۍ او ( مرغومې ‍۱۲) خواجه محمد اصف د جیو په نوم پاکستاني تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي چې دې پخپله هم د طالبانو د دفاع وزیر په ګډون یې د طالبانو د حکومت له چارواکو سره د تروریستي ډلو په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان د وسله والې ډلې په فعالیتونو ورسره خبرې کړې وې.

د دفاع وزیر خواجه اصف وویل چې کله پاکستاني پلاوي د طالبانو د حکومت چارواکو ته وویل چې هغوي باید دا ضمانت ورکړي چې د ټي پي پي وسله وال د بیا مشتیدو وروسته بیرته سرحدي سیمو ته نه ستنیږي نو د خواجه اصف د ادعا له مخې د طالبانو چارواکي په دې خبره غلي شوي وو

دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان د حکومت یو لوړ پوړی چارواکي په دې مسله خبرې کوي، ددې دمخه هم پاکستاني رسنیو د ۲۰۲۴ کال د جون په میاشت کې د افغانستان او پاکستان د سرحدي سیمو څخه د افغانستان دننه لیرو پرتو ولایتونو ته د تحریک طالبان پاکستان د وسله والو د انتقالولو د یو پلان په تړاو د طالبانو د حکومت او پاکستاني چارواکو ترمنځ د خبرو راپورونه ورکړل شوي وو.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ۲۰۲۳ کال د جون په څلورمه امریکا غږ ته د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د پرتو سیمو څخه د افغانستان په دننه کې لیرو پرتو ولایتونو ته د زرګونو وزیرستاني کډوالو د انتقال او بیا میشته کیدو پلان تائید کړی وو. ذبیح الله مجاهد ویلي و چې دا کډوال اوس مهال د افغانستان د خوست او کونړ د ولایتونو په ګډون په ځینو سرحدي سیمو کې میشت دي.

هغه ویلي وو: "ددې لپاره چې دا ډاډ ترلاسه شي چې هغوی سرحدي کرښې ته لاس رسی ونلري او هم په پاکستان کې د تاوتریخوالي په پیښو او نورو اقداماتو کې ښکیل نشي اسلامي امارت [طالبانو حکومت] پلان لري چې هغوی د [افغانستان] په لیرو پرتو ولایتونو کې بیا میشت کړي".

په دغو راپورونو کې د دپلوماتیکو سرچینو له قوله ویل شوي وو چې دا پلان د طالبانو، پاکستان او چینايي چارواکو ترمنځ د خبرو پر اساس ترتیب شوی وو. خود ځینو ناڅرګندونو دلایلو له مخې تراوسه پر دغه پلان باندې عمل نه دی شوی.

د ۲۰۲۳ کال د مې په میاشت کې د ترکیې د اناتولیه خبري آژانس په یو راپور کې ویلي وو چې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د وزیر سرج الدین حقاني سره په دې تړاو موافقې ته رسیدلی وو.

د پاکستان د هوايي ځواکونو له خوا د افغانستان د پکتیکا د ولایت د برمل په ولسوالۍ کې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر د میاشتې په ۲۶ (مرغومې شپږم) د بمباریو وروسته د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې لا خرابې شوي دي.

د طالبانو حکومت په دې بمباریو کې د وزیرستاني کډوالو د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۵۰ د زیاتو کسانو د مړینې خبر ورکړی او ویلي دي چې شپږ تنه نور ټپیان شوي هم دي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې "یونیسف" په دې بمبارۍ کې تر ۲۰ پورې د ماشومانو مړینه تائید کړې ده.

ددغو بمباریو وروسته د ډسمبر په ۲۸ (مرغومې اتم) د طالبانو او د پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ هم نښتې وشوې، چې دواړو خواو په کې یو بل ته د ځاني او مالي تلفاتو د اړولو ادعاوې کړي دي.

پاکستاني پوځي او ملکي چارواکو په پرله پسې ډول ویلي چې د تحریک طالبان پاکستان مسله دغه هیواد لپاره سره کرښه ده.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړی استازي اصف درانی د ۲۰۲۴ کال د مارچ ۱۶(کب۲۶) په اسلام اباد کې د افغانستان د سولې او پخلاینې بهیر او د پاکستان ګټې او د پالیسۍ انتخاب په اړه د پاکستان د سولې د مطالعاتو انستیتوت (PIPS) یوې غونډې ته په وینا کې په افغانستان کې د ۵۰۰۰ او ۶۰۰۰ ترمنځ د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" وسله والو شمیر ښودلی وو

دراني ویلي وو چې د ټي ټي پي سره د پاکستان د حکومت د سولې خبرې ځکه ناکامه شوې چې دا ډله تسلیمیدو ته او د پاکستان اساسي قانون منلو ته چمتو نه وه.

اصف دراني وویل چې د تحریک طالبان پاکستان ډلې سره د پاکستان د حکومت د خبرو پر مهال پاکستاني چارواکو په کابل کې د طالبانو لنډ مهاله حکومت ته دا ویلي وو چې ټي ټي پي ډله دې بې وسلې او تسلیم کړي او ددغې مشران دې ونیسئ. نوموي وویل: "ټي ټي پي د پاکستان لپاره سره کرښه ده."

په یوه نوي راپور کې چې د دسمبر ۳۰ (مرغومې لسم) خپور شو، ویل شوي چې په پاکستان کې په بمي چاودنو او وسله والو بریدونو کې په ۲۰۲۴ کال کې تر ۱۶۰۰ زیات ملکيان او امنیتي پرسونل وژل شوي دي.

په اسلام آباد کې میشت یو خپلواک څیړنیر مرکز په پاکستان کې د وژونکي تاوتریخوالي د څپو په ترڅ کې خپل کلنی راپور خپور کړ، چې په عمده توګه یې د افغانستان په ګاونډ کې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونه اغیزمن کړي دي.

پاکستان ادعا کوي چې ناقانونه وسله والې ډلې په افغانستان کې له خپلو پټنځایونو څخه تاوتریخوالی تنظیموي او ددغو ډلو فعالیتونه د ۲۰۲۱ کال راهیسې چې په افغانستان کې طالبانو بیا واک ته رسیدلي شدید شوي دي.

خو طالبانو په پرله پسې ډول دا تورونه رد کړي او ټینګار یې کړي چې هیچا ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان د خاورې څخه د بل هیواد پر ضد وکاروي.

په اسلام آباد کې میشت د څیړنې او امنیتي مطالعاتو مرکز (CRSS) د دوشنبې په ورځ دسمبر ۳۰ په خپل راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې د ټولو تلفاتو ۶۰ سلنه ملکي وګړي دي، او زیاتوي چې د پاکستان پوځ، استخباراتو، پولیسو او نورو قانون پلي کونکو ادارو "په تیره یوه لسیزه کې په روان کال کې تر ټولو زیات ترهګریز بریدونه او مرګ ژوبله لیدلې ده."

د راپور له مخې، د ۲۰۲۴ د جنورۍ له لومړۍ نیټې راهیسې ۶۸۵ امنیتي پرسونل وژل شوي دي، چې په ۲۰۱۴ کال کې په وسله والو بریدونو او د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې د پاکستان نږدې ۸۰۰ امنیتي پرسونل له لاسه ورکولو راهیسې دا تر ټولو لوړه شمیره ده.

په پاکستان کې د سخت دریځۍ اړوند بریدونو مسوولیت د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او د بلوچ لیبریشن آرمی (BLA) ته راجع کیږي.

دا دواړه ډلې د ملګرو ملتونو او متحده ایالاتو لخوا د نړیوالو تروریستي سازمانونو په توګه نومول شوي، چې په منظمه توګه د امنیتي ځواکونو او نورو اهدافو په وړاندې د بریدونو ادعا کوي.

د ټي ټي پي یا پاکستاني طالبانو ډله په عمده توګه په خیبر پښتونخوا کې فعاله ده، په داسې حال کې چې BLA یا د بلوچ لیبریشن آرمی او د هغه متحده ډله بلوچ بېلتون غوښتونکې په بلوچستان کې اورپکي بریدونه ترسره کوي

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG