د لاس رسي وړ اتصالات

د رحمت شاه غبرګې سلیزې؛ د زمبابوې په خلاف د افغانستان منډې ۴۲۵ ته ورسېدلې


د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د ټیسټ لوبې په درېیمه ورځ افغان لوبډلې بې‌سارې توپوهنه وکړه او د دوو لوبغاړو په سوزیدو یې خپلې منډې ۴۲۵ ته ورسولې.

د دې سیالۍ په درېیمه ورځ د افغانستان لپاره رحمت شاه زرمتي پرته له دې چې خپله ویکټه له لاسه ورکړي غبرګې سلیزې وکړې.

د افغانستان کرکټ بورډ د شنبې په ورځ، ډسبمر ۲۸ (مرغومي اتمه) وویل چې د لوبې په درېیمه ورځ رحمت شاه زرمتي ۲۳۱ او لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ۱۴۱ منډې جوړې کړې.

د افغانستان کرکټ بورډ وویل:‌ "د زمبابوې په وړاندې روانه ټیسټ لوبه کې د رحمت شاه زرمتي او حشمت الله شهیدي ترمنځ د ۳۶۱* منډو ملګرتیا د افغان لوبډلو ترمنځ په ټیسټ کرکټ سیالیو کې ترټولو لوړه ملګرتیا وشمېرل شوه."

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د ټیسټ لومړۍ لوبه د جمعې په ورځ پیل شوه او سیالې لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۵۸۶ منډې وکړې. د زمبابوې درې توپ وهونکي وتوانېدل چې هر یو یې له سلو زیاتې منډې وکړي.

په ځواب کې یې د افغان لوبډلې د پیل لوبغاړي صدیق‌الله اتل په درې او عبدالمالک په ۲۳ منډو وسوځېدل. له دوی وروسته کپتان حشمت‌الله شهیدي او رحمت‌ شاه زرمتي په زړه پورې توپوهنه پیل کړې او دواړو تر اوسه خپلې ویکټې ساتلې دي.

د افغانستان کرکټ بورډ زیاته کړې چې افغانستان له زمبابوې څخه ۱۶۱ منډې شاته دی او افغان لوبډله به په څلورمه ورځ بېرته خپلې توپوهنې ته دوام ورکړي.

افغان لوبډله چې د دوه اړخیزو لوبو لپاره زمبابوې ته تللې ټاکل شوې چې له سیالې لوبډلې سره د ټیسټ یوه بله لوبه هم وکړي. له دې وړاندې افغانستان له کوربه لوبډلې څخه د ۲۰ اورونو او یو وځنیو لوبو لړۍ وګټلې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG