د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شنبې په ورځ ډسمبر ۲۱ (مرغومې لومړۍ) له زمبابوې څخه د یو ورځنیو لوبو د لړۍ د درېیمې او وروستۍ سیالۍ په ګټلو سره د لوبو دا لړۍ هم وګټله.
په نننۍ لوبه کې پچه افغانستان وګټله او د کوربه لوبډلې په وړاندې یې د توپ اچوونې پریکړه وکړه. زمبابوې د افغان توپ اچوونکو په وړاندې په ۳۱ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او افغانستان ته یې د ۱۲۷ منډو اسانه هدف وټاکه.
افغانستان په ۲۷م اور کې د دوو لوبغاړو په زیان ټاکل شوی هدف ترلاسه کړ او لوبه یې د اتو لوبغاړو او ۱۳۹ پاتې توپونو په لوی توپیر وګټله.
د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې ځوان لوبغاړي الله محمد غضنفر ښه توپ اچونه وکړه او د زمبابوې د پنځو لوبغاړو په سوځولو سره د لوبې غوره لوبغاړی شو. راشد خان د زمبابوې درې او فرید احمد او عظمتالله عمرزي یو – یو لوبغاړي وسوځول.
د زمبابوې لپاره په توپوهنه کې یوازې سین ویلیمز ۶۰ منډې وکړې او نور لوبغاړي له پنځلسو په کمو منډو وسوځېدل.
د افغانستان لپاره صدیق الله اتل د ښې توپوهنې له امله د دې لړۍ غوره لوبغاړی شو. هغه په نننۍ لوبه کې هم ښه توپوهنه وکړه او ۵۲ منډې یې ترلاسه کړې.
عبدالمالک له ۲۹ منډو وروسته خپله ویکټ له لاسه ورکړه خو کپتان حشمت الله شهیدي په ۲۰ او رحمت شاه په ۱۷ منډو د زمبابوې ټاکل شوی هدف ترلاسه کړ.
د دې لړۍ په دویمه لوبه کې هم افغانستان د ۲۳۲ منډو په لوی توپیر زمبابوې ته ماتې ورکړې وه. د دې لړۍ لومړۍ لوبه د باران له امله بې نتیجې پای ته ورسېدله.
ټاکل شوې چې افغانستان او زمبابوې د ډسمبر په ۲۶ او د جنوري په دویم دوه ټيسټ لوبې هم وکړي.
فورم \ دبحث خونه