د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان حکومت د ثبت شویو افغان کډوالو د اوسیدانې موده یو بل کال ته وغځوله


د پي او ار کارت لرونکو افغان کډوال د اوسیدانې نیټه د روان کال د جون په ۳۰ مه پاې ته رسیدلې وه. د اټکل له مخې نږدې ۹۰۰ زره افغان کډوال په پاکستان کې د پي او ار کارتونه لري.
د پي او ار کارت لرونکو افغان کډوال د اوسیدانې نیټه د روان کال د جون په ۳۰ مه پاې ته رسیدلې وه. د اټکل له مخې نږدې ۹۰۰ زره افغان کډوال په پاکستان کې د پي او ار کارتونه لري.

د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د میشتو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ځنډولې او د دې ترڅنګ یې د ثبت شویو افغان کډوالو "پي او ار" کارت لرونکو کډوالو د اوسیدانې موده تر یو بل کال پورې غځولې ده.

دا پرېکړه د جولاۍ پر لسم (چنګاښ ۲۰) د صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ د کابینې په غونډه کې وشوه.

په پلازمېنه اسلام اباد کې د کابینې تر غونډې وروستو د پاکستان د سرحداتو مرکزي وزیر امیرمقام له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، چې د دوی د وزارت په سپارښتنه په دې هېواد کې د "پي او ار" کارت لرونکو افغان کډوالو د پاته کېدو موده د راتلونکې ۲۰۲۵ کال د جون میاشتې تر دېرشمې نېټې پورې وغځول شوه.

د افغان کډوالو په باب نوې پرېکړې پرداسې مهال کېږي‌ چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کميشنرۍ (یو اېن اېچ سي ار) مشر فيليپو ګراندې پاکستان ته د خپل درې ورځني سفر پر مهال له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې پر وخت باندې د افغانانو د مهاجرت د راجسټرېشن (پي او ار) کارتونه تمديد کړي.

فيليپو ګراندې د چهارشنبې د ورځې ناوخته جولاۍ لسم (چنګاښ ۲۰) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه د پاکستان د حکومت دا پریکړه ستایلې ده او ویلي دي چې خوشاله شوې چې پاکستان د افغان کډوالو څخه د میلمه پالنې په برخه خپل دود ساتلی دی.

فيليپو ګراندې لیکي: "پاکستان ته زما د سفر په دوام ما د ښه راغلاست خبر ترلاسه کړ چې د (PoR) کارت لرونکو افغان کډوالو د اوسیدانې موده د یو کال لپاره وغځول شوه. خوشاله یم چې پاکستان د میلمه پالنې خپل دود وساته. لکه چې د پاکستان حکومت سره پرې خبرې وشوې اوس مونږ باید په حل لارو او دوامداره ملاتړ ته خپله پاملرنه واړو".

د افغان کډوالو غبرګون

په پاکستان کې میشت افغان کډوالو د "پي او ار" کارتونو د مودې غځولو په باب، په خپلو څرګندونو کې وویل، که حکومت یې کارتونه تر اوږدې مودې پورې وغځوي نو تر ډېره به یې اقتصادي او ګنې نورې ستونزې هوارې شي.

په پېښور کې د افغان کډوالو د شورا مشر بریالي میا خیل د جولاۍ پر لسمه امریکا غږ ته وویل، چې دوی "یو ان اچ سي ار" او د پاکستان له حکومت څخه بیا بیا غوښتي چې دوی ته دې د پاته کېدو لپاره شپږ میاشتې او یا یو کال وخت نه ورکول کېږي، بلکې د پاتې کېدو لپاره دې اوږده موده ورکړل شي چې خپل کاروبارونه راونغاړي او اولادونه یې زده کړې سرته ورسوي.

هغه وویل: "زموږ د زامنو او لوڼو په پوهنتونونو کې د زده کړو څلور کاله دوره وي او د دې له امله هر وخت له یوې اندېښنې سره مخامخ یو، نو باید چې په پي او ار کارت کې ګرسره وخت ونه لیکل شي لکه څنګه چې اې سي سي کارت کې وخت نه دی لیکل شوی."

نوموړی زیاتوي‌ چې د یو ان اچ سي ار مشر فیلیپو ګراندې ورته ویلي هڅه کوي چې د افغان کډوالو ستونزوې او کړاوونه ختم کړي.

د افغان چارو شنونکي هم په دې اند دي چې افغان کډوالو ته دې بشپړه ازادي ورکړل شي، هغوی ته دې د دوی حقه حقونه ورکړل شي چې ورپېښې ګڼې ستونزې هوارې کړي.

په پېښور کې خبریال او د افغان چارو شنونکی شمیم شاهد امریکا غږ ته وویل، د پاکستان د ناسمې تګلارې او د یو این اېچ سي ار د ناکامۍ له امله افغان کډوال په خاصه توګه نجونې او هلکان ډېر زیات ځپل شوي دي. نوموړی زیاتوي، "د پاکستان حکومت باید افغان کډوالو ته د زده کړو زمینه برابره کړي، چې د هغوی نجونې او هلکان دلته خپلې زده کړې سر ته ورسوي."

د ښاغلي شاهد په خبره چې پاکستان او ملګرو ملتونو ته پکار ده چې ترڅو په افغانستان کې ناکراري وي‌ او د طالبانو واکمني وي باید چې افغان کډوال و نه اېستل شي. نوموی وايي، "له موږ سره اکثره افغان کډوال تماس نیسي چې پاسپورټونه او ویزې یې ختمې دي او ډېر په وېره ترهه کې ژوند کوي، نو نه یې طالبان پاسپورټونه نوي کوي او نه ورته پاکستان ویزې ورکوي نو باید چې د دې ټولو خلکو لپاره یوه مستقیمه تګلاره جوړه کړل شي ."

خبریال شمیم شاهد وايي، په افغان کډوالو کې ښځینه او نارینه خبریالان دي، انجینران دي، استادان او نور مسلکي خلک دي نو باید چې یو ان اچ سي ار له پاکستان سره کښېنې او د دوی ستونزه هوارې کړي.

د یادونې وړ ده د پاکستان دولت په لومړي ځل په ۲۰۰۶ کال کې ۱.۳ میلیونه افغان کډوالو ته پي او ار کارتونه ورکړي وو.

دغه ډول دا کارتونه په تېرو ۱۸ کالونو کې کې پینځه ځلي تمدید شوي دي او اټکل کېږي چې نږدې ۹۰۰ زره افغان کډوال په پاکستان کې د پي او ار په نوم کارتونه لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG