د لاس رسي وړ اتصالات

ګراندې په پاکستان کې د افغان کډوالو د پاته کېدو د 'مودې غځولو غوښتنه' کړې


د پاکستان د سرحداتو مرکزي وزیر امیر مقام (عکس ارشیف)
د پاکستان د سرحداتو مرکزي وزیر امیر مقام (عکس ارشیف)

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (یو ان اچ سي ار) مشر د جولاۍ پر اوومه (چنګاښ ۱۸) پاکستان ته د خپل دوه ورځني سفر پر دویمه ورځ د خیبر پښتونخوا په پېښور او هريپور کې له افغان کډوالو سره لیدلي دي او هغوی ته د ورپېښو ستونزو په باب یې خبرې ورسره کړي دي.

فیلیپو ګراندې په اسلام اباد کې د پاکستان د سرحداتو له مرکزي وزیر امیر مقام سره هم لیدلي دی.

امیرمقام د جولاۍ پر اتمه (چنګاښ ۱۸) امریکا غږ ته وویل، چې ګراندې د لیدو پرمهال ورڅخه غوښتنه کړې، چې د پاکستان دولت دې "د افغان کډوالو د پاته کېدو موده وغځوي او هغه افغان کډوال چې په خپله خوښه هېواد ته ستنېدل غواړي هغوی تلای شي خو که څوک نه غواړي نو په زوره دې نه ایستل کېږي. "

امیرمقام زیاته کړه چې، د سیفران وزارت، په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو د پي او ار کارتونو د مودې غځولو نتیجه حکومت ته لېږلې او د سه شنبې په ورځ جولاۍ نهم(چنګاښ ۱۹) د مرکزي کابینې د غونډې د اجنډه برخه ده. نوموړي وویل، "زیات امکان دی چې د کډوالو د پاتې کېدو موده وغځول شي. "

مقام زیاتوي چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ مشر فیلیپو ګراندې د لیدو پرمهال دا هم ورته وویل، چې د روان کال د اکتوبر په میاشت کې "یو ان اچ سي ار یوه نړیواله غونډه کوي چې د افغان کډوالو لپاره یوه کړنلاره وټاکي. "

د یو ان اچ سي مشر فیلیپو ګراندې نن د جولاۍ اتمه د خیبر پښتونخوا په هريپور کې د افغان کډالو یوه پنډغالي ته هم ورغلی وو او هلته یې له کډوالو سره لیدلي دي.

د یاد پنډغالي یوه مشر محمد ابراهیم له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، چې ګراندې ورسره کرۍ ورځ تېرې کړه او د دوی ستونزې یې وپوښتلې. "موږ ورته خپلې ستونزې په لیکلې بڼه وړاندې کړې. "

هغه وویل چې د غوښتنو لست یې په دې ډول و:

۱: په افغانستان کې مو خپلوان دي او باید چې د هغوی لپاره پر ‌ډیورنډ کرښه تګ راتګ اسان کړل شي.

۲: د افغان کډوالو د پي او ار کارتونو وخت ختم شوی دی باید چې نور وخت ورته ورکړل شي.

۳: په پنډغالو کې دې د روغتیا مرکزونه زیات کړل شي او د روغتیاپالو شمېره دې ډېره کړل شي.

۴: په پنډغالو کې د نجونو لپاره د لوړو زده کړو پوهنځي پرانستل شي.

۵: پي او ار کارت لرونکو افغان کډوالو ته دې اجازه ورکړل شي چې په خپل نوم د ځمکې، دکان او کور اخیستو جوګه شي.

۶: پنډغالیو ته غځېدلې لارې چې ډېری یې کنډ کپرې دي، باید چې پاخه سړکونه ورته جوړ کړل شي.

په پېښور کې د افغان کډوالو د شورا مشر بریالي میاخېل هم د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (یو ان اچ سي ار) له مشر فیلیپو ګراندې سره لیدلي دي.

نوموړي امریکا غږ ته وویل، چې له ګراندې سره په لیدنه کې یې زیات زور پر دې وو چې د دوی د پی او ار کارتونه موده دې وغځول شي او بله دا چې هغه افغان کډوال چې لوڼو یې زامنو یې له پاکستانیو وګړو سره ودونه کړي، هغوی ته دې د پاکستان پېژندپاڼې ورکړل شي. ښاغلی میاخېل زیاتوي، "د پاکستان عالي محکمې دا امر کړی دی چې داسې خلکو ته دې تابیعت ورکړل شي چې په دلته یې ودونه کړي دي. دا د پاکستان قانون هم دی. "

میاخېل وايي، د دې سربېره په پېښور کې د افغان کډوالو استازو له ښاغلي فیلیپو سره د لوړو زده کړو په برخه کې نجونو ته د ورپېښو ستونزه په اړه خبرې وکړې.

نوموړی زیاتوي: "د صحت کارت په اړه مو هم خبرې وشوې، موږ ورته ویل چې پاکستانیانو ته د وړیا درملنې لپاره ورکړل شوی صحت کارت دې موږ افغان کډوالو ته هم راکړل شي. "

په پېښور کې خبریال او د افغان چارو شنونکي شمیم شاهد امریکا غږ ته وویل، پاکستان دې افغان کډوالو ته لا ډېر وخت ورکړي او په زوره دې نه باسي. نوموړی وايي، "افغان کډوال دلته لوی لوی کاروبارونه لري، خپلوۍ يې کړي دي، نو دا ډېره مشکله ده چې په دومره لنډ وخت کې به افغان کډوال بیرته ستانه شي. "

شمیم شاهد زیاتوي، افغانستان ته ستانه کړل شوي خلک هلته یوشمېر ستونزې لري. د هغوی نجونې لوړې زده کړز نشي کولای، هلته کار روزګار نشته.

یاده ده وي‌ چې د سږني ۲۰۲۴ کال د ابرېل پر ۲۶نېټه د پاکستان صدراعظم شهبار شریف په مشرۍ د وفاقي کابینې په عونډه کې د سرحداتو وزارت په سپارښتنه پرېکړه شوې وه چې په هغه هېواد کې پي او ار کارت لرونکي افغان کډوال د روان کال د جون تر ۳۰ نېټې پاته کېدای شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG